1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د مرکچي پلاوي له جوړیدو د پامپیو هرکلی

کرزی مایک
29 Mar 2020

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د افغانستان د حکومت له لورې د مرکچي پلاوي له جوړیدو هرکلی کړی دی.

ښاغلي پامپیو په خپله تویټر پاڼه لیکلي: ”له خپلو افغان ملګرو څخه د  افغانانو تر منځ د خبرو اترو د بریالي کیدلو لپاره د یوه هر اړخیز مرکچي پلاوي له چمتو کیدلو مننه کوم. زه همداشان د سولې او جوړجاري لپاره د زمینې برابرولو او د بندیانو د خوشی کولو لپاره ستاسو له هڅو ستاینه کوم. ”

ښاغلي پامپیو همداراز په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه.

ده زیاته کړه: ” له تاسې غواړم چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره د هڅو ورته ژمنه وښایئ. دا ګام د نورو تیرو پریکړو په څیر کولې شي چې له ټولو افغانانو سره د یو روښانه راتلونکي د رښتیني کیدو په برخه کې مرسته وکړي.”