| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د مزارشریف د کود او برق کارخونې نیمایي برخه دریدلې ده
31 May 2020
د ګازو نه رسیدل د دې لامل شوي ترڅو له دوو میاشتو را په دې خوا د بلخ ولایت د کود او برق (سرو او بریښنا) کارخونې ۵۰ سلنه تولیدي فعالیت درول شي.
د دې کارخونې کارکونکي په یوې اعتراضې راټولیدنه کې وایي د کود او برق کارخونې د فعالیت د دریدو له په دوام سره به دا کارخونه خپلو کارکونکو ته د هغوي د تنخوا د ورکولو توان ونه لري او څه باندې ۱۶۰۰ کسان به اوزګاره شي.

شاه ولي چې په دې فابریکه کې یو له متخصصانو څخه دی او خپل دیرش ۳۰ کاله عمر یې په دې کارخونه کې تیر کړی دی آرزو ټلویزیون ته وایي چې د څو لسیزو جګړو پر مهال یې همکارانو اجازه نه ده ورکړې ترڅو دا کارخونه له فعالیته پاتې شي،خو اوس بیا د دې کارخونې د دستګاو له کار لویدو او په بازار کې د وسپنې په بیه د خرڅيدو څخه اندیښمن دی.
د کود برق د تولید کچه په کال کې څه باندې ۱۲۰ زره ټنو ته رسیږي او د ښه کیمیاوي سرو،آکسیجن او بریښنا درلودو له کبله، په سیمه کې له بیسارې کارخونو شمیرل کیږي.
د کود برق تولیدي کارخونې مشر عبدالرحمن افغان وایي،د ګازو د کمیدو له کبله د کارخونې نه تولید د دې لامل شوی ترڅو دا فابریکه په ورځ کې دوه میلیونه افغانۍ تاوان وکړي.
د ښاغلي افغان په وینا،تر اوسه د دې کارخونې د ستونزو حل لپاره حکومت له لوري هیڅ راز ګام نه دی پورته شوی.
له ۴۶ کالونو را په دې خوا د کیمیاوي سرو او بريښنا تولید د دې کارخونې له مهمو فعالیتونو شمیرل کیږي او ترڅنګ یې د هیواد په شمال کې روغتونونو د اړتیا پوره کولو لپاره آکسجین او نایتروجنهم تولیدیږي. خو په وروستیو کالونو کې د دې کارخونې د چارو پر وړاندې ستونزو او خنډ شتون څخه تل راپورونه خپاره شوي دي.
آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي
