1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د مزاري د تلین پر غونډې وسله وال برید له غبرګونونو سره مخ شو

مزاری ع
07 Mar 2020

تبره ورځ د عبدالعلي مزاري د تلین د یادغونډې پر مراسمو د برید له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

مخکینی ولسمشر حامد کرزی دا برید، نا انساني کړنه او د خلکو د کراریو او د سولې د دښمنانو کار بولي او له ټولو هیوادوالو غواړي چې له یووالي او بشپړه ځیرکتیا سره د چلوټو پر وړاندې ودریږي او پرې نږدي چې په هیواد کې  سولې ته د رسیدلو لپاره هڅې کمرنګه کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید په کلکه غندلې  او دا یې د بشر ضد جنایت بللی.

دا بنسټ همداشان د دې پیښې د عاملینو پر نیولو ټینګار کوي او وایي چې د ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان خلکو ترڅنګ وي.

د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر یادغونډې د جمعې په ورځ ( د کب ۱۶/ د مارچ ۶) په کابل کې،  د وسله والو لخوا برید وشو او بریدګر د څو ګړیو لپاره له امنیتي ځواکونو سره په نښته وو.

په دې برید کې څه د پاسه ۳۰ تنه مړه او ۵۵ تنه نور بیا ټپیان شوي او پړه یې د داعش ډلې پرغاړه اخیستې ده.