1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د مزار-شبرغان لویې لاره کې له ناکرارو د مسافرینو اندیښنه

IMG-20200116-WA0009
25 Oct 2020

د بلخ-جوزجان د لارې یو شمیر مسافرین وایي چې په دې لاره کې د جګړو دوام او ماین ایښودنې، د دوی پر کار و بار منفي اغیزه لرلې او خلک نشي کولای چې په ډاډه زړه له دې لارې تګ را تګ وکړي.

 

د مزار-شبرغان لویې لارې په اوږدو کې جګړو او ماین ایښودنې، دا لار د هیواد په شمال کې په تر ټولو خطرناکې لارې بدله کړې ده.

عبدالستار چې له دوو کلونو راپدیخوا د جوزجان-بلخ په لاره موټر چلوي، څو ځلي له ماین چاودنو روغ رمټ وتلی دی.

هغه وویل چې دا لار په ګڼو ځایونو کې ویجاړه شوې او څو ځلي د طالبانو له پلټنځایونو سره مخامخ شوی؛ له همدې کبله، په ویره په دې لارې تګ را تګ کوي.

له بلې خوا، د بلخ د ټولګټو ادارې مشر، انجنیر زلمی رحیمي آرزو ټلویزیون ته وایي چې د بلخ-جوزجان لارې له شپاړلسو ډير اسفالټ شوي موقعیتونه، د جګړې او ماین چاودنې له کبله ویجاړ شوي.

هغه ټینګار وکړ چې ټولګټي تاسیسات باید د جګې د لوریو له لورې موخه ونه ګرځول شوي.

په همدې حال کې په بلخ او جوزجان کې سیمه ییز او امنیتي پازوال مني چې په دې لویه لار امنیتي حالت نازک دی.

د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل آرزو ټلویزیون ته وایي چې په تیر یوه نیم کال کې، دا لاره د ناکراریو شاهده ده، خو د بلخ د پولیسو مشرتابه د نورو امنیتي بنسټونو په همکارۍ هڅه لري چې د پوځي عملیاتو ترسره کولو سره، دا لاره کراره کړي.

د جوزجان د والي ویاند، معروف آذر هم په دې لاره کې د طالبانو خوځښتونه مني.

هغه آرزو ټلویزیون ته وویل چې په دې لاره کې د امنیتي سرتیرو اډې تحکیم شوي دي.

که څه هم د مزار-شبرغان لویه لار، د جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونه له بلخ سره نښلوي، خو د امنیتي ګواښونو ترڅنګ، له سوداګریزو کاروانونو باج اخیستل هم بله اندیښنه ده او تراوسه پوځي عملیاتو د دې لویې لارې په امنیت اغیزه نده لرلې.