سرچینې وایي چې د ثبات او همپالنې مشرانو، د طرحې د وروستۍ کیدو او له ارګ سره یې د شریکولو لپاره دوه جلا ناستې جوړې کړې دي.
د ثبات او همپالنې مشرانو نن (درې نۍ، غوایي دویمه/اپریل۲۱)، د محمد کریم خلیلي او عبدالله عبدالله په کورونو کې جلا ناستې کړې دي.
یو شمیر سرچینو آرزو ټلویزیون ته ویلي چې د ثبات او همپالنې مشرانو په دې ناسته کې د ټاکنو له کبله د سیاسي کړکیچ د هواري لپاره د ښاغلي عبدالله د طرحې د وروستۍ کیدو هڅه کړې ده.
د عبدالله عبدالله ویاند، امید میثم، آرزو ټلویزیون ته د دې پخلی کړی چې د ثبات او همپالنې د مشرانو ترمنځ د ټاکنو له کبله د سیاسي کړکیچ د هواري په موخه د منلو وړ طرحې د وروستۍ کولو په موخه ناستې روانې دي. خو هغه د دې په اړه چې د ثبات او همپالنې مشران کومې هوکړې ته رسیدلي، څه ونه ویل.
مخکې له دې د ثبات او همپالنې د مشرانو ترمنځ د نظر د جدي اختلافونو اړوند ګزارشونه خپاره شوي وو.
د افغانستان د اساس نو ګوند مشر، احمدالله عليزی وایي چې ښاغلي عبدالله د مصالحې د لویې شورا مشري منلې، خو د ښاغلي عبدالله ملګریو دا رد کړې او ظاهراْ دا سکالو د ثبات او همپالنې د غړو ترمنځ د اختلاف لامل شوی.
له بلې خوا، د عبدالله عبدالله ویاند، امید میثم هم د ثبات او همپالنې د مشرانو ترمنځ د اختلافونو شتون بې بنسټه بولي.
مخکې له دې متحده ایالتونو ګواښ کړی چې د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ د سیاسي ناندرو دوام په صورت کې، له افغانستان سره خپلې یو میلیارډ ډالري مرستې کموي.
له افغانستان سره د دې هیواد د مرستو د کمیدو اړوند د واشنګټن ګواښ، د کړکیچ د هواري د نړیوالې ډلې غبرګون هم له ځانه سره لرلی.
د کړکیچ د هواري د نړیوالې ډلې غړې، لارل میلر په دې وروستیو کې ویلي: اوس چې امریکا، د افغانستان حکومت ګواښي، دا ښايي چې واشنګټن داسې تګلاره پرمخ نیولې چې په هغه کې بریا او د افغانستان د حکومت بقا، د متحده ایالتونو له امنیتي ګټو مهمه نده.
له دې ټولو سره، مخکې له دې عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینو د دې پخلی کړی، چې په کابینه کې پنځوس سلنه ونډه، د مصالحې د لویې شورا مشري، د سولې په چارو کې د دولت د وزارت لغوه کیدل او جنرال دوستم ته د وسله وال ځواک د اعلی سرقومندانۍ د مرستیالۍ سپارل، د ښاغلي عبدالله د طرحې مهم ټکي دي.