| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د مصالحې شورا مرستیال: د دوحې خبرې به په نږدې راتلونکي کې بیا پیل شي
27 May 2021
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مرستیال، عطاءالرحمان سلیم وایي چې د دولت د پلاوي چمتووالي او د خبرو د بیا پیل لپاره د طالبانو ټینګار ته په کتو سره، دا بهیر به په ژرمهال کې پیل شي.
هغه چې نن (پنځنۍ، غبرګولي شپږمه)، د “سولې ښوونیزې او پوهاوي برنامې” په نوم په یوې ناسته کې، وینا کوله، ویې ویل چې د ملي روغې جوړې د لویې شورا له مشرتابه سره د افغانستان دولت د پلاوي وروستۍ سلاوې تر دوو ورځو پایته رسیږي او وروسته د دولت پلاوی، دوحې ته سفر کوي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مرستیال، د خبرو د بیا پیل لپاره د طالبانو ټینګار، هیله منوونکی بولي.
پلاوی په داسې حال کې د خبرو د بیا پیل لپاره دوحې ته ځي چې په کابل کې د ملي ټلوالې د پیاوړتیا لپاره هڅې ډیرې شوې دي.
له څو اونیو راپدیخوا، ارګ د دولت د لویې شورا د جوړیدو لپاره له سیاسي مشرانو سره سلاوې پیل کړي. تر دې ځایه چې د دې شورا د غړو په توګه د مشراو ناتایید شوی نوملړ هم خپور شوی دی.

ښاغلي سلیم په دې تړاو وویل: هوډمن یو چې د سیاسي ټلوالې جوړیدو او ولسي راټولیدنې او سیمه ییز او نړیوال ملاتړ سره، روښانه راتلونکی ولرو.
له دې سره هم مهاله، د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سیدسعادت منصور نادري وایي چې دولت د دوحې په خبرو کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.
هغه له طالبانو وغوښتل چې “جدي، جامع او معنالرونکو خبرو ته” چې د “تاوتریخوالي د پایته رسیدو او تلپاتې سولې” لامل وګرځي، ژمن واوسي.
په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ته ډاډ سپارلی چې امریکا پایښت لرونکې او جامع سولې ته د افغانستان د رسیدو لپاره، د افغانستان د وګړو ترڅنګ پاتې کیږي.
د ملي امنیت شورا وایي چې له خپل امریکايي سیال سره د حمدالله محب په ټلفوني اړیکه کې، د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.
آمریکايي چارواکي په داسې حال کې له امنیتي ځواکونو سره د همکاریو له دوامه ډاډ ورکوي چې نږدې یوه میاشت کیږي چې له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او تمه ده تر درییو راتلونکو میاشتو دا بهیر بشپړ شي.
