عبدالله عبدالله وایي،د سولې په بهیر کې ښه پرمختګونه رامنځته شوي او د افغانستان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرو اترو ته بشپړه چمتو والی لري.
د مصالحې د ملي لویې شورا مشر عبدالله عبدالله نن ( پیلنۍ د غبرګولي ۱۰/مې ۳۰) په یوې خبري ناسته کې چې په سپیدار ماڼۍ کې وه،د سولې د خبرو اترو په اړه اجماع او د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې ګډون لپاره مرکچي پلاوي له چمتو والي خبر ورکړ.
د مصالحې د ملي عالي شورا مشر وویل چې د مصالحې ملي لویې شورا ،د مرکچي پلاوي جوړیدو او له طالبانو سره خبرو اترو پیل لپاره چمتو والي او د لارې نقشې د جوړیدو هڅې دوام لري.
ښاغلی عبدالله هیله مندي ښيي چې له طالبانو سره خبرې اترې به د دوو اوونیو په ترڅ کې پیل شي،خو زیاته کړې ده چې تر اوسه د خبرو اترو کره مهال او ځای نه دی روښانه شوی.
هغه وویل چې د مصالحې سترې ملي شورا د مشرتابه کميټه د افغانستان له ټولو وګړو استازیتوب کوي او په کې به د ټولنې د ټولو اقشارو حضور په پام کې ونیول شي.
ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ: “ له طالبانو سره خبرو اترو پیل لپاره ژمن یو او مرکچي پلاوی هم بشپړ چمتو وال لري.”
د مصالحې ملي لویې شورا مشر زیاته کړه: د خبرو اترو فضا باید مرسته کونکې او آسانتیا رامنځته کوونکې اوسي.د خبرو اترو په لړ کې د تاوتریخوالي کمښت او اوربند اړین دی.هیڅوک د خلکو له وژنې ګټه نشي پورته کولای.
هغه وویل چې د دواړو لوریو د بندیانو د تبادلې لړۍ دوام مومي.
عبدالله عبدالله وویل: “ په خبرو اترو او سوله کې اجماع بنسټیزه سکاله ده او د سیاسي هوکړه لیک په لاسلیک سره دا اجماع جوړه شوې او خنډ له منځه تللی دی.”
د مصالحې د ملي لویې شورا مشر د سولې په برخه کې د نړیوالې ټولنې او سیمې د هیوادونو له مرستې ستاینه وکړه او د دوی د همکاریو د دوام غوښتونکی شو.
آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي