1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملي امنیت شورا سلاکار: طالبان د جګړې دوام سره د واک د ترلاسه کولو په هڅه دي

حمدالله-محب
24 Jan 2021

حمد الله محب وایي چې د طالبانو ډله سولې ته تکل نلري او په دوحه کې د دې ډلې پلاوی، د پاکستان په سپارښتنه خبرې کوي او خپل د پریکړې کولو واک نلري.

 

د ملي امنیت شورا سلاکار په کابل کې د هوایي ځواکونو په قول اردو کې د وینا په ترڅ کې وویل چې حکومت د سولې د ټینګیدو لپاره خپلې ټولې هڅې کړي دي، خو طالبانو د سولې لپاره هیڅ ډول تکل او لازم ګام ندي ښودلی.

هغه وویل: دې ډلې نه یواځې له تاوتریخوالي او افغان وژنې لاس ندی اخیستی، بلکې د لویو لارو په اوږدو کې یې پيسو اخیستلو او د خلکو چور او چپاول ته هم مخه کړې ده.

ښاغلي محب د خپلو خبرو په یوې برخه کې وویل چې طالبان خپلواک ندي او د بل هیواد له لورې مدیریت کیږي؛ له دې کبله، د خلکو وژنې او د عامه تاسیساتو ویجاړي ته مخه کوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار همداراز وویل چې د افغانستان دفاعي او امنیتي سرتیري د دې ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره بشپړ چمتووالی لري چې په قاطعیت سره د خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي.

د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي مشر هم په خپلو ویناوو کې، د راتلونکي کال په پسرلي کې د نښتو د ډیریدو لپاره د طالبانو د برنامو خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزیر، مسعود اندرابي په دې تړاو وویل چې استخباراتي معلومات ښيي چې طالبان د جګړې لپاره چمتووالی لري. خو امنیتي سرتیري د هیواد د دفاع لپاره چمتو دي.

د ملي امنیت عمومي مشر، احمد ضیا سراج هم وویل چې طالبان سولې ته لیوالتیا نلري او دا ډله د مهال ضایع کولو سره، د تاوتریخوالي د ډيرولو په هڅه دي.

سترو امنیتي چارواکو همداراز د جګړې په ډګر کې د پوځیانو د لا ښه چمتووالي په موخه، د ملي امنیت، پوځ او پولیسو د ګډې ځانګړې قول اردو د جوړیدو خبر ورکړ.