د ملي امنیت لوی مشر، ضیاء سراج نن (درې نۍ، کب درویشتمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف د خوشې کیدو لپاره د امنیتي سرتیرو د عملیاتو په پایله کې، تراوسه د داعش ډلې ۵۵ غړي نیول شوي دي.
د ښاغلي سراج په وینا، په دې کسانو کې بهرني وګړي هم شامل دي.
د ملي امنیت لوی مشر وویل چې شپاړلس تنه نور هم د عبدالرووف د تښتونې د سازمان ورکولو او ساتنې په تور نیول شوي دی.
هغه د د طپه ویلو سره چې د عبدالرووف قضیه سیاسي نده، یاده کړه چې نیول شویو کسانو منلې چې د موخه ییزو وژنو په دیارلسو پيښو کې یې لاس لرلی دی.
ښاغلي سراج همداراز ویلي چې امنیتي سرتیري د عبدالرووف خوشې کیدو ته نږدې شوي دي.
ضیاء سراج پر دوام وویل: “د دې کسانو نیول کیدو سره، له اوو نورو پيښو مخنیوی شوی. دوی په یوه ډله ییز واده د ځانمرګي برید برنامه لرله. بله برنامه یې دا وه چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوایي ډګر په لومړي قراوول کې یو موټربمب ته چاودنه ورکړي. بله برنامه یې دا وه چې پر دې ډګر توغندي وتوغوي. همداراز د دوو بهرنیانو او ګڼو سوداګرو د تښتولو برنامه یې لرله.”
د ملي امنیت عمومي مشر د دې په ویلو سره چې دې کسانو له سړي تښتونو سره هڅه لرله چې خپل نور ترهګریز فعالیتونه هم پرمخ یوسي او له هغو چسپکی (مقناطیسي ماینونه او د ترور وسایل هم ترلاسه شوي.
هغه همداراز په هیواد او په ځانګړې توګه په کابل کې د موخه ییزو وژنو د کمیدو لپاره د امنیتي سرتیرو د هڅو خبر ورکړ او ویې ویل چې په تیرې یوې اوونۍ کې، په کابل کې ۷۷ تنه، د دې پيښو په تړاو نیول شوي دي.