1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملي دفاع وزارت: ۳۰ وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول

2482724-600x325-1
20 Sep 2020

د ملي دفاع وزارت په کندز ولایت کې د ۳۰ وسله والو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې وسله والو طالبانو تیره ورځ ( د وږې/سنبلې ۲۹) د کندز خان آباد ولسوالۍ نیکپای سیدرمضان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ چې په دې نښته کې د دې ډلې د دوو قوماندانانو قاري عبدالرازق او مولوي عباس په ګډون ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي او د دو قوماندانانو فیضاني او په حظیفه مشهور قاري ابراهیم په ګډون ۸ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي په دې نښته کې ۴ موټرونه او ۸ موټرسایلکونه او یوشمیر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې ۲۳ ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.