حامد کرزي د ملي مصالحې د شورا په جوړښت کې خپل غړیتوب ندی منلی؛ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند هم هیښتیا ورکړې چې په دې شورا کې به حضور ونلري.
تیره شپه (پیلنۍ، وږي نهمه)، ولسمشرۍ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې د لویې شورا د جوړښت نوملړ خپور کړ.
په دې نوملړ کې؛ د لوړپوړو حکومتي چارواکو، جهادي مشرانو ترڅنګ، د یو شمیر سیاستوالو او ښځو نومونه هم شامل دي.
مخکینی ولسمشر حامد کرزی چې د دې شورا د غړي په توګه پيژندل شوی، د یوې خبرپاڼې خپرولو سره یې د ملي روغې جوړې د لویې شورا غړیتوب ندی منلی او ویلي چې په هیڅ دولتي جوړښت کې به حضور ونلري.
د اسلامي ګوند مشر، ګلبدین حکمتیار ته هم نږدې کسانو ویلي چې د دې ګوند مشر هم د ملي روغې جوړې د شورا غړیتوب ندی منلی او اړتیا ده چې په لومړي ګام کې واکمنه پریکړه کوونکې شورا جوړه شي.
د اسلامي جمعیت ګوند تراوسه د ملي روغې جوړې په لویې شورا کې د دې ګوند د مشرتابه غړو د غړیتوب اړوند څه ندي ویلي.
خو د افغانستان د اسلامي جمعیت د ګوند د مطبوعاتو پازوال عبدالفتاح احمدزي آرزو ټلویزیون ته ویلي چې دا ګوند به ډیر ژر خپل دریځ رسنیز کړي.
د ملي روغې جوړې د شورا جوړشت، د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون له غبرګون سره هم مخ شوی دی.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مشرې، شهرزاد اکبر هم په خپله ټویټر پاڼه کې د ملي روغې جوړې د لویې شورا د جوړښت په څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي چې د مشرتابه پلاوي او د دې شورا د غړو په نوملړ کې، د ښځو مدیریتي ونډه له پامه غورځول شوې.
بل هغه څه چې د ملي روغې جوړې د شورا جوړښت لانجمن کړی؛ د دې شورا د مرستیالانو د نوملړ په سر کې د عبدالسلام رحیمي د نوم راتلل دي؛ په داسې حال کې چې عنایت الله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي د عبدالله عبدالله لومړی او دویم مرستیالان دي.
ښاغلی رحیمي په دې وروستیو کې د سولې په چارو کې د ولسمشر د واکمن استازي په توګه ټاکل شوی دی او یو شمیر کارپوهان دا پوښتنه زیږوونکی بولي.
د افغانستان د اعتدال او دموکراسۍ ګوند مشر، احمد شاهین د ښاغلي رحیمي د غوراوي په غبرګون کې آرزو ټلویزیون ته وویل: د حکومت دا کار د دې لامل ګرځي چې د ملي روغې جوړې په لویه شورا کې، د واک دوه مرکزونه رامنځته شي؛ یو به یې د عبدالله استازولي کوي او بل به یې د ښاغلي رحیمي چې د اشرف غني ملاتړ له ځانه سره لري.
له دې ټولو سره، حکومت بیا د دې جوړښت اعلان په افغانستان کې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره مهم ګام بللی دی.