1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل

عبدالله-ایران-ظریف
18 Oct 2020

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله چې نن سحار (یوه نۍ، تلې۲۷)، ایران ته ولاړ، په تهران کې یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، محمدجواد ظریف سره ولیدل.

 

دواړو لوریو په دې لیدنه کې، د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او د افغانستان د سولې په بهیر خبرې کړې دي.

ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره استثنایي فرصت لاسته راغلی او په هیواد کې ټیکاو، سمیه ییزې ټلوالې ته اړتیا لري.

ښاغلي عبدالله همداراز له ایراني چارواکو غوښتي چې د افغانستان د سولې له هڅو ملاتړ وکړي.

له بلې خوا، جواد ظریف ویلي چې تهران د ګاونډۍ حسن سیاست په څوکاټ کې، په افغانستان کې د تلپاتې سولې له ټینګیدو بشپړ ملاتړ کوي.

جوادظریف د دواړو هیوادونو اړیکې حسنه بللي او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د بنسټیزو برنامو له عملي کیدو او جامع هوکړې له وروستۍ کیدو رضایت ښودلی دی.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، په یوه رسمي سفر ایران ته تللی او په دې سفر کې یو شمیر سیاسیون او د ولسي جرګې غړي ورسره ملتیا کوي.