| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ملي روغې جوړې د مشرتابه شورا لومړنۍ ناسته
05 Dec 2020
سیاسیونو او مخکینیو حکومتي چارواکو د کورنۍ ټلوالې په پیاوړتیا ټينګار وکړ او د ډیرو سیاسي مشرانو د حضور غوښتنه یې وکړه؛ د سولې قضیه دې د تیرو دوو ټاکنیزو ډلو له حوزو څخه بهر شي.
د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک څخه د شپږ نیمو میاشتو تیریدو وروسته، نن (پیلنۍ، لیندۍ۱۵)، په ولسمشریزه ماڼۍ کې د ملي روغې جوړې شورا د مشرتابه کمیټې لومړنۍ ناسته وشوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دې ناستې په پرانیست وینا کې، د دې ناستې ترسره کیدل سولې ته د رسدیو او ملي ټلوالې د پیاوړتیا په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله.
د ملي روغې جوړې شورا مشرتابه غړي، محمد حنیف اتمر په دې ناسته کې وویل چې مهمه اندیښنه د سیاسي مشرانو ټلواله وه او اوس مهال دا ټلواله جوړه شوې.
هغه همداراز هیله وښوده چې د ملي روغې جوړې لویه شورا، د سولې په بهیر کې د خلکو د ګډون د تامین، د سولې او نظام ساتنې لپاره کلیدي ونډه لوبوي.
کورنۍ ټلواله سولې ته د رسیدو لپاره اصلي اړتیا
سولې ته د رسیدو د طرحې او لارې نقشې څرنګوالی، د بیلابیلو سیاسي لیدلوریو یووالی او د کورنۍ ټلوالې پیاوړتیا، مهمه سکاله او د ډیرو ویناوالو د خبرو منځټکي وو.
د دې شورا د مشرتابه غړو په باور، تر هغه چې کورنۍ لیکې پیاوړې نشي، د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره به د بهرنۍ ټلوالې منځته راتلل ستونزمن کار وي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشرتابه غړي، عبدرب رسول سیاف وویل چې د سولې راوستل یوه پازه ده او د دې شورا غړي باید ورته د مسوولیت احساس وکړي.
هغه د کورنۍ ټلوالې پیاوړتیا ته ګوتڅنډنې سره وویل: خپلې کورنۍ لیکې ټینګې کړو. ملت د هیڅ په توګه ونه شمیرو. تر هغه چې له دننه مات نشو، له بهره نه ماتیږو.
مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم په هیواد کې د یووالي د روحیې په پیاوړتیا ټينګار وکړ.
هغه وویل چې د ډیریو شخصیتونو حضور چې فکري او ولسي استازولي لري، د سولې لپاره به ښه هڅه وي او له ارګ او سپیدار څخه یې وغوښتل چې ډیرۍ سیاسي څهرې د دې شورا مشرتابه کې ورزیات کړي.

“د سولې قضیه د تیرو دوو ټاکنلیزو ډلو له حوزې بهر کړو”
د مخکیني ولسمشر مرستیال، محمد یونس قانوني، په هیواد کې سولې ته د رسیدو لپاره، د بیلابیلو لیدلوریو یووالی مهم وباله.
هغه وویل چې د سولې په راوستلو کې، مهمه مسئله د افغانستان خلک دي؛ نه یواځې د دولت او ملي روغې جوړې شورا کار.
قانوني د خپلو خبرو په یوې څنډه کې د ملي روغې جوړې د لویې شورا د معنالرونکې پرېکړې اړوند ګوتڅنډنه وکړه او زیاته یې کړه: پریکړه کول او انځور اخیستل باید یوځای شي. خو که جلا اوسي، دا به د افغانستان ستونزه لا پيچلې کړي. هیله لرم چې د ملي روغې جوړې د لویې شورا دا دوه برخې یوځای شي. که جلا اوسي یو شمیر نور شخصیتونه به هم جلا پریکړې وکړي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشرتابه غړي، عطامحمد نور هم په دې ناسته کې، د دې شورا د راتلونکو ګامونو د برنامې د جوړولو او د نظام د ارزښتونو د ساتنې لپاره د سرو کرښو د ټاکلو غوښتنه وکړه.

په دې منځ کې، ولسمشر غني له نظام څخه ملاتړ، په هیواد کې سولې ته د رسیدو لپاره مهمه لار وبلله. هغه که څه هم د سولې لار پیچلې وبلله، خو ویې ویل په افغانستان کې ټیکاو ته د رسیدو لپاره سیمه ییزه او نړیواله ټلواله مهمه ده.
ولسمشر وویل: هغه نقشه چې پرې کار کوئ، ملاتړ او قاطعیت غواړي.
ولسمشر همداراز زیاته کړه: مونږ او دنیا د یوه خپلواکه او ولسواکه افغانستان پر سر چې زمونږ ارزښتونه وساتي، اجماع لرو. له سیمې او نړۍ سره مثبته موخه لرو. د مثبتې موخې لرل، د لارې نقشه ساده کوي.
ښاغلي غني په دې ناسته کې، یو ځل بیا له طالبانو هم وغوښتل چې د جګړې د پایته رسیدو لپاره خپل تکل وښایي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشرتابه غړیو لومړنۍ ناسته په داسې حال کې کیږي چې د یو شمیر سیاسي ګوندونو مشرانو، په دې ناسته کې غړیتوب ندی منلی، خو یو شمیر نورو ته چې ظاهراْ د سپیدار له لورې بلنه ورکړل شوې وه، د حضور اجازه نده ورکړل شوې.


