| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ملي روغې جوړې شورا: تراوسه د سولې ۳۰ طرحې دې شورا ته سپارل شوي
04 Apr 2021
د ملي روغې جوړې لویې شورا د چمتو کولو او توحید کمېټې نن یوه نۍ (وري پنځلسمه)، د سولې اړوند طرحو او لیدلورو یوشان کیدو په موخه یوه ناسته ترسره کړه.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون وویل چې دې کمېټې د سیاسي ګوندونو، د ملي روغې جوړې د لویې شورا د مشرتابه کمیټې د غړو او د هیوادوالو د لیدلوریو د راټولولو او یووالي پر سر کار کړی او د ټولو لیدلوریو د یووالي وروسته به هغه د ملي روغې جوړې ټولیزې غونډې ته وړاندې کړي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا د خبرپاڼې پر بنسټ، تراوسه ۲۵ سیاسي ګوندونو او روغې جوړې شورا غړو خپل لیدلوري دې شورا ته سپارلي چې ټول یې ۳۰ طرحې دي.
له دې سره یو شمیر پوهان د استانبول د راتلونکې ناستې او سولې اړوند د طرحو له ډیروالي اندیښنه څرګندوي.
له دې سره هم مهاله د مشرناو جرګې یو شمیر غړو هم په نننۍ ناسته کې، د سولې او د هیواد د راتلونکي په تړاو د بیلابیلو طرحو له وړاندې کیدو اندیښنه وښوده او د سیاستوالو د لیدلوریو د یووالي غوښتنه یې وکړه.
