| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ملي روغې جوړې شورا: د ترکیې په ناسته کې به د افغانستان کړکیچ په بنسټیز ډول هوار شي
30 Mar 2021
د ملي روغې جوړې لویې شورا مرستیال، اسدالله سعادتي د استانبول ناستې ترسره کیدل د افغانستان د کړکیچ د پایته رسیدو لار بولي او ټینګار کوي چې په دې ناسته کې، د سولې په پراخ هوکړه لیک به کار وشي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مرستیال، نن (درې نۍ، وري لسمه)، په یوې ناسته کې وویل چې نړیواله ټولنه هڅه لري چې په دې ناسته کې، د افغانستان مسئله هواره کړي.
ښاغلي سعادتي زیاته کړه: “د ترکیې په ناسته کې، نړیوال، سیمه ییز او کورنی تکل دا دی چې د افغانستان قصه ټوله کړي او یوې هوکړې ته ورسیږي. هلته به په یوې اجنډا چې سوله او د دولت جوړښت په کې شامل دي، بحث ونشي.”
تمه ده د افغانستان اړوند د ترکیې د سولې ناسته، د اپریل میاشتې په وروستیو کې ترسره شي.
ظاهراْ په دوحه کې د امریکا و طالبانو هوکړې، په ترکیې کې په راتلونکې ناستې اغیزه کړې او د دې ناستې د ترسره کیدو نیټه یې لانجمنه کړې ده.
یو شمیر سرچینې وایي چې طالبان د روژې میاشتې وروسته د دې ناستې د ترسره کیدو غوښتونکي دي چې د مهال په پام کې نیولو سره د روژې میاشتې پاې، د مې میاشتې نیمايي سره برابره ده.
د باور ځواک بنسټ مشر، نجیب آزاد په دې تړاو وویل: “د طالبانو ټینګار پر دې چې د ترکیې ناسته د روژې میاشتې وروسته ترسره شي، دوه لاملونه لري چې لومړی یې دا دی چې طالبان هڅه لري چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله روښانه کړي.”

په همدې حال کې طالبانو اعلان کړی چې د ترکیې ناستې په ګډون د امریکا طرحه څیړي او دا کار یې لا تراوسه ندی بشپړ شوی.
مخکې له دې د ملي امنیت عمومي ریاست مخکیني مشر، رحمت الله نبیل هم ویلي وو چې د طالبانو ډلې د بندیانو خوشې کیدل او د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د دې ډلې د نومونو لرې کیدل، په افغانستان کې د شپږو میاشتو لپاره د امریکايي ځواکونو د پوځي حضور غځیدل، د تاوتریخوالي ۹۰ ورځینی کمښت او له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو د شلیدو ډاډ هغه څه دي چې د استانبول ناستې د ځنډیدو لامل ګرځیدلي دي.
په همدې حال کې، ترکیې بیا له افغانستان څخه غوښتي چې د ناستې د ترسره کیدو د نیټې، ګډونوالو هیوادونو او د افغانستان د ګډون کوونکي پلاوي اړوند خپل لیدلوری له انقرې سره شریک کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاووش اوغلو په تاجیکستان کې د آسیا زړه ناسته کې وویل، چې د ترکیې ناستې ته ډیریو بلل شويو هیوادونو او سازمانونو د خپل ګډون ډاډ ورکړی دی.
هغه زیاته کړه: “تاوتریخوالی لا هم دوام لري. د جګړې د سیاسي هواري لپاره، یو ټولیز اوربند ته اړتیا لرو. د پرمختیا ټکن يبهیر سره سره، د سولې بهیر مخته د تلو یوازینۍ لار ده او مونږ ټول باید ترې هر اړخیز ملاتړ وکړو له دې کبله او په افغانستان کې د لوریو د غوښتنو پر بنسټ، مونږ په ترکیه کې د لوړو چارواکو په کچه د ناستې د کوربه توب پریکړه کړې چې د دوحیې بهیر بشپړ او ورته ځواک وبښو.“
مخکې له دې ویل شوي چې د افغانستان دولت په دې ناسته کې د طالبانو له لورې د اوربند په شرط د ژرمهاله ټاکنو د ترسره کیدو طرحه وړاندې کوي.
د ترکیې ناسته د ملګرو ملتونو سازمان له پراخې ونډې سره ترسره کیږي چې د جوبایډن په مشرۍ د نوي دولت د هڅو یوه برخه ده.
