1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملي روغې جوړې شورا د مشرتابه کمیټې څلورمه ناسته

ErR3AtbW8AELT15-1536x924
09 Jan 2021

د ملي روغې جوړې د لویې شورا د مشرتابه کمیټې څلورمه ناسته، نن (پیلنۍ، مرغومې۲۰)، په سپيدار ماڼۍ کې ترسره شوه.

 

سبیدار اعلان کړی چې په دې ناسته کې، مشرتابه کمیټې د خبرو د لارښوونې او د جمهوریت او طالبانو د پلاویو ترمنځ د سولې خبرو د دویم پړاو اړوند خبرې کړې دي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله ویلي چې نن په دوحه کې د سولې د خبرو دویم پړاو پیلیږي، هغه هیله مندي وښوده چې خبرې د مهال ویش له مخې پر مخ ولاړې شي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر د مرکچي پلاوي جوړښت ته ګوتڅنډنې سره وویل: د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی، د خبرو د اجنډا پر سر د خبرو او بحث لپاره د بشپړ واک او اختیار خاوندان دي.

له بلې خوا د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشرتابه کمیټې، د جمهوریت د مرکچي پلاوي په لیکه کې پر یووالي او انسجام او همداراز د افغانستان د لاسته راوړنو په ساتنې ټینګار وکړ او د سراسري سولې غوښتنه یې وکړه.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا د معلوماتو پر بنسټ، تمه ده د نن ورځې ترپایه، د دواړو لوریو پلاوي په اصلي اجنډا خبرې پیل کړي.