سپیدار وایي چې د سولې د مسودې د جمتو کولو او ترتیب کمیټې د نورو سیاستوالو او ګوندونو لیدلوري او طرحې هم ارزولې دي؛ ولسمشر غني سبا شپه د سولې اړوند خپله برنامه رسنیزه کوي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا د سولې د مسودې د چمتو کولو او ترتیب کمیټې، د درییمې ورځې لپاره د سیاسي ګوندونو د طرحو او لیدلوریو اړوند سلا مشورې وکړې.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون وایي نن (درې نۍ، وري اولسمه)، په یوې ناسته کې، د سولې د مسودې د چمتو کولو او ترتیب کمیټې، د ارګ د طرحې ترڅنګ، د نورو سیاستوالو او ګوندونو لیدلوري او طرحې هم ارزولې دي.
هغه ټینګار وکړ چې دا کمیټه یوې واحدې طرحې ته د رسیدو لپاره پرمختګ لري.
د ګزارشونو پر بنسټ، د ولسمشر غني طرحه په درییو پړاوونو کې، له طالبانو سره یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو او د افغانستان د راتلونکي اړوند نقشې وړاندوینه کړې ده.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینې د دې پخلی کوي چې تمه ده سبا (څلورنۍ شپه)، ولسمشسر غني د دې طرحې جزییات له هیوادوالو سره شریک کړي.
په همدې حال کې، د ملي روغې جوړې د مشرتابه کمیټې غړی، سیداسحاق ګیلاني له حکومت او طالبانو ډلې غواړي چې سولې او تلپاتي ټیکاو ته د افغانستان د رسیدو لپاره، باید نرمښت وښایي.
له بلې خوا، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر، محمد کریم خلیلي نن په بامیان ولایت کې په یوې وینا کې، هیښتیا ورکړه که د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره رامنځته شوي فرصتونه له لاسه ولاړ شي، د افغانستان حالت به لا بد شي.
د سولې لپاره د امریکا د طرحې او د افغانستان مشرانو ته د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر د طرحې وروسته، د سولې د خبرو د چټکیدو لپآره هڅې ډیرې شوې.
د یو شمیر ګزارشونو پر بنسټ، د استانبول ناسته د اټکل له مخې د اپریل میاشتې په شپاړلسمه ترسره شي او افغانستان تر هغه مهاله، باید د یوې واحدې طرحې پر سر کورنۍ ټلواله جوړه کړي.