1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملي سوداګرو پر وړاندې د دوسیې جوړولو لپاره په قضایي بنسټونو نیوکې

Untitled-2
29 Jul 2020

سوداګر، مدني فعالان، دیني عالمان او د ولس استازي د بلخ په ولایتي شورا کې د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې، د کابل نفت خیالي شرکت کې د کمال الدین نبي زاده د نوم د شاملولو اړوند د کابل د استیناف محکمې پریکړه، سلیقه یي او ناقانونه وبلله.

 

یو شمیر سوداګر، مدني فعالانو، دیني عالمانو او د ولس استازو، نن (څلورنۍ، زمري اتمه)، د بلخ په ولایتي شورا کې د یوې اعتراضي ناستې په ترڅ کې، ، د کابل نفت خیالي شرکت کې، د ملي سوداګر، کمال الدین نبي زاده د نوم د شاملولو اړوند د کابل د استیناف محکمې پریکړه، سلیقه یي او پوښتنه زیږوونکې یاده کړه.

د بلخ د ولایتي شورا مشر، محمد افضل حدید په دې برنامه کې، د ښاغلي نبي زاده پر وړاندې پر دوسیې جوړولو د نیوکې ترڅنګ وویل چې حکومت باید په نظام کې د مافیایي کړیو مخنیوی وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د خلکو په استازولۍ، له ښاغلي نبي زاده څخه د ملاتړ اعلان کوي.

د لاسوندونو پر بنسټ، د کابل نفت شرکت دوه اساسلیکونه له یوې شمیرې سره جوړ شوي چې په هغه کې د ښاغلي نبي زاده نوم او ونډې د سلنې اړوند جلا ټکي، د هغه د پيژندپاڼې او لاسلیک پرته لیکل شوي.

که څه مه، د کابل لومړنۍ محکمې حکم کړی چې کمال الدین نبي زاده د کابل بانک د پوروړي کابل نفت په شرکت کې هیڅ ونډه نلري، خو د دوو کلونو وروسته، د کابل استیناف محکمې د ښاغلي نبي زاده نوم د دې شرکت په ونډه لرونکو کې ورزیات کړی.

د آرزو ټلویزیون رییس، نورآغا شریفي په دې مراسمو کې وویل چې په یوه اساسلیک کې د ښاغلي نبي زاده ونډه څلور څلنه او په بل اساسلیک کې، ۱۴ سلنه لیکل شوې.

مخکې له دې د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د کابل نفت شرکت جوړ شوي اساسلیکونه، نیمګړي بللي وو.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، آرش یونسي هم په دې برنامه کې هیښتیا ورکوي چې د سوداګرو پر وړاندې دوسیې جوړول، د کورنیو پانګونو د کمښت او له هیواده د پانګې د تیښتې لامل ګرځي او حکومت باید د دې کار مخنیوی وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه دا سکاله په جدي توګه څیړي او په دې تړاو له عدلي او قضايي بنسټونو سره خبرې کوي.

د ګزارشونو له مخې، د کابل نفت په شرکت کې د کمال الدین نبي زاده پر وړاندې دوسیې جوړولو پیلیدو سره، له شپږو کلونو راپدیخوا د نبي زاده شرکتونو چارې په ټپه دریدلي او ښاغلي نبي زاده ته پراخ مالي تاوان اوښتی دی.

د بلخ د صنعت او کانونو د خونې مشر، یاسین اکبري له داشان کړنو اندیښنې ښودلو سره، دا د خلکو په حق کې جفا بولي.

دی له ولسمشرۍ ماڼۍ او سترې محکمې غواړي چې د ملي سوداګرو پر وړاندې د دوسیه جوړوونکو مافیايي کړیو مخنیوی وکړي، که نه په هیواد کې به د پانګونې کچه په بې مخینې توګه راټیټه شي.

ملي سوداګر، طاهر روشن زاده په دې ناسته کې یاده کړه چې په حکومت کې یو شمیر کړۍ د سوداګرو پر وړاندې دوسیې جوړوي او په وروستیو کلونو کې، داشان کړنو د هیواد په شمال کې په کار و بار بده اغیزه کړې.

یو شمیر دیني عالمان او مدني فعالان، په قضایي دستګاه کې د سوداګرو پر وړاندې دوسیې جوړول، باج اخیستل بولي او د دې دود د پایته رسیدو غوښتونکي دي.

ستره محکمه او د کابل استیناف محکمه تراوسه په دې باب ځواب ویلو ته ندي حاضر شوي. خو ښاغلي نبي زاده مخکې له دې ویلي چې دې دوسیې ته د نه رسیدنې په صورت کې، نړیوالې محکمې ته مراجعه کوي.