یو شمیر قانون جوړوونکي، سیاسي او مدني فعالانو په یوې ناسته کې د ملي سوداګرو پر وړاندې له دوسیې جوړیدو سره مخالفت اعلان کړ.
له ملي سوداګر، کمال الدین نبي زاده سره د هیواد د عدلي او قضايي دستګاه د ناقانونه چلند اړوند د غبرګونونو او نیوکو پر دوام، نن (پنځنۍ، وږي۱۳)، یو شمیر قانون جوړوونکو، مدني او سیاسي فعالانو، په کابل کې په یوې ناسته کې، د سوداګرو پر وړاندې پر دوسیې جوړیدو نیوکه وکړه او خپل مخالفت یې اعلان کړ.
د آرزو ټلویزیون مشر، نورآغا شریفي په دې ناسته کې وویل چې په قضايي دستګاه کې یو شمیر کړۍ د ناسمو لاسوندونو وړاندې کولو سره، هڅه لري چې ښاغلی نبي زاده د کابل نفت خیالي شرکت کې ونډه لرونکی وښایي.
هغه زیاته کړه: په دې قضیه کې باید عدالت ټينګ شي؛ که په دې دوسیه کې د کمال الدین نبي زاده د ونډې لرلو اړوند لاسوندونه وړاندې شي، ښاغلی نبي زاده چمتو دی چې خپل پور پرې کړي.
مخکې له دې د کابل لومړنۍ محکمې ټول هغه لاسوندونه چې ښاغلی کمال الدین نبي زاده یې د کابل نفت په خیالي شرکت کې په ونډې لرلو تورن کړی وو، بې اعتباره بللي وو او ویلي وو چې ښاغلی نبي زاده په دې شرکت کې ونډه نلري. خو د درییو کلونو وروسته، د کابل استیناف محکمې د دې حکم پرخلاف بیا دا دوسیه پرانیستلې؛ دا هغه څه دي چې د حقوقپوهانو له لورې ناقانونه ګام بلل کیږي.
سیاسي شنونکی، احمد سعیدي هم په دې ناسته کې وویل چې په حکومت کې دننه کړۍ (پنځمه ستنه)، هڅه لري چې حکومت له دننه تخریب کړي.
له دې سره، د صنعت او سوداګرۍ خونه ټینګار لري چې داشان دوسیې جوړیدل باید په هیواد کې پر سوداګرۍ منفي اغیزه ونلري.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل چې د عدالت د ټینګیدو او د هیواد سوداګرو او اقتصادي بازار ته د پراخ مالي تاوان د اوښتو د مخنیوي لپاره، اړتیا ده چې حکومت د داشان دوسیو لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.
هغه زیاته کړه: له ولسمشر، قضایي دستګاه او قانون جوړوونکي ځواک څخه مو غوښتنه دا ده چې د حقوقي او سوداګریزو مسایلو اړوند ځانګړې محکمه جوړه کړي.
سیاسي فعالې، فاطمه ګیلاني په دې ناسته کې وویل چې حکومت باید د سیاسي او سوداګریزو دوسیو پر وړاندې د عدالت لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.
یو شمیر قانون جوړوونکي هم داشان چلند د هیواد د اقتصاد پر وړاندې ګواښ بولي او له پانګه والو د حکومت د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه کوي.
له دې ټولو سره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مخکې له دې آرزو ټلویزیون ته ویلي وو، چې په کابل نفت شرکت کې د کمال الدین نبي زاده د ونډې لرلو اړوند ټول لاسوندونه، بې اعتباره او نیمګړي دي.
ستره محکمه په دې اړه ځواب ویلو ته چمتو شوې نده، خو ښاغلي نبي زاده مخکې له دې ویلي چې دې دوسیې ته د نه رسیدنې په صورت کې، نړیوالو محکمو ته مراجعه کوي.