1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملي شورا بیړنۍ ناسته،غني: یا د خبرو اترو په میز ګونډه په ګونډه کینو او یا یې پښې د جګړې په ډګر کې ورماتوو

001 ghani
02 Aug 2021

ولسمشرغني د ملي شورا په فوق العاده ناسته کې، په هیواد کې روانه جګړه ښکاره یرغل او پر وړاندې یې جنګیدل د هیواد والو وجیبه وبلله

 د ملي شورا فوق العاده ناسته، نن ( دوه نۍ زمري ۱۱مه) د لوړپوړو حکومتي چارواکو، سیاسي څیرو او په ملي شورا کې د خلکو د استازو په حضور سره ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني وویل چې ملي شورا د سولې په بهیر کې  د افغانستان د حکومت له اقدامونو ستاینه کوي او د جګړو دوام د هیواد راتلونکې لپاره حل لپاره نه بولي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل: د جګړو او تاوتریخوالو دوام د بایلونکې – بایلونکې لوبه ده چې هیڅ بریالی نه لري او اصلي زیان لیدونکي یې د ټولنې عام او بې وزله وګړي دي.

په دې ناسته کې ولسمشر غني، روانه جګړه ښکاره یرغل وباله او ټینګار یې وکړ چې دا جګړه پر افغانستان تپل شوې ده.

ښاغلي غني زیاته کړه: “ دا فتنه پر مونږ تپل شوې. د خدای (ج) حکم دی چې که چیرې څوک یرغل کوونکی دی او له یرغل څخه لاس نه اخلي، د داسې ډلې د شر او فتنې پر وړاندې جنګیدل د یوې مسلمانې ټولنې  او هر مسلمان وجیبه ده.”

هغه طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لپاره د بهرنیو هڅو او پر جمهوریت فشار راوستل په هیواد کې د اوسني حالت وبلل او زیاته یې کړه: “ ستونزه له هغه ځایه جوړه شوه چې د یوه ملي او رښتني بهیر ځای یوه بیړني او وارداتي بهیر ونیوه. هغه بهیر چې پر خامو فرضیو ولاړ وو چې بنسټ یې پر جمهوریت فشار او ولسواکۍ تخریب جوړوه. دا بهیر نه یوازې د سولې د راوستلو لامل نشو. بلکې یوې یرغل کوونکې او شریرې ډلې ته د مشروعیت ورکونې او د جمهوریت لیکې مشروعیت له منځه وړو لپاره هڅه وشوه.”

 

 

ولسمشر وویل چې د طالبانو په ضمیر کې د سولې لپاره باور شتون نه لري، مګر دا چې حکومت د جګړې ډګر ته بدولون ورکړي.

ښاغلي غني همدا شان وویل: “ د طالبانو او د دوی د ملاتړو په نیت کې فتنه وینم… هو! طالبانو بدلون کړی، په ظلم او تاوتریخوالو کې غښتلي شوي. د تیر په څير تر ټولو ډیر مزدور شوي دي. لکه څنګه چې یې د خپلې واکمنۍ پر مهال د تاریخ، جغرافیا او وطنپالنې نصاب لیرې کړی وو، اوس نو په لیرې کیدو باوري شوي دی.”

هغه وویل چې ژمن دی چې هیڅ یوه ویجاړونکي ځواک ته په ګونډو نشي.

ولسمشر ټينګار وکړ چې طالبان تر ټولو ظالم، او وینې خوړونکي شوي دي او همدا شان یې خپلې اړیکې له کورنیو او نړیوالو ترهګرو سر نه دي پرې کړي، بلکې هغه یې پیاوړې کړې هم دي.”

محمداشرف غني د خپلو څرګندونو پر دوام هیښتیا ورکړه: “ یا د خبرو اترو پر میز ګونډه په ګونډه سره کینو. یا یې د جګړې په ډګر کې پښې ور ماتوو. مونږ خپله ټاکنه کړې. طالبان او ملاتړي دې هم خپل انتخاب وکړي.!”

 

د ښاغلي غني په وینا، افغانستان په تیرو درییو میاشتو کې له “ یوه ناڅاپه حالت سره”  مخامخ شوی او د” د کورنیو او بهرنیو له یرغل” سره مخ دی.

هغه د دې په ویلو سره چې اوس مهال د یووالي وخت دی او د یو بل ملامت او سلامت کولو مهال نه دی، د ملي شورا استازو ته په خطاب کې وویل: “ له یوه ستر ملي آزموینې سره مخامخ یو.”

ولسمشرغني د خپلو ویناو په یوې برخه کې وویل چې  “ د قوا نسبي استقرار رامنځته شوی او اوس مهال له ملي شورا غواړي ترڅو د افغانستان روښانه راتلونکې لپاره له حکومت سره د همکارۍ لاس ورکړي.

ښاغلي غني همدا شان زیاته کړه “ د ملت هر استازی، هر سناتور له زرهاو کسانو سره اړیکه لري، نن له خپلو پیاړو اړیکو او خپلو پیاوړو شبکو ګټه پورته کړئ چې یوه ملي بسیج رامنځته شي او د افغانستان دښمنانو ته پریکنده ځواب ورکړل شي.”

له دې ټولو سره، ولسمشرغني یو ځل بیا  د راتلونکو شپږو میاشتو په اوږدو کې د حکومت په ګټه د اوسنۍ جګړې له بدلون څخه خبر ورکړ او ټينګار یې وکړ چې راتلونکو شپږو میاشتو کې ټیکاو ته رسیدو لپاره برنامه پیل شوې او امنیتي او دفاعي ځواکونه په دې مهال کې د ټیکاو را ګرځيدو وړتیا لري.

آرزو نیوز ـ شمس الله رحیمي