1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملي شورا د قانون جوړونې د اوولسمې دورې پیل؛ ولسمشر د ټاکنو له لارې د واک لیږد د معامل طوړ نه بولي

157687598_3744067572336124_5148495224348497287_o-1536x1024
06 Mar 2021

ولسمشر وایي چې د ټاکنو له لارې د واک لیږد د معاملې وړ اصل ندی او دی د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د رڼو او سراسري ټاکنو د ترسره کیدو لپاره خبرو ته چمتو دی.

 

د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې درییم کال، نن پیلنۍ (کب شپاړلسمه)، د ولسمشر، یو شمیر لوړپوړو دولتي چارواکو او سیاسي څهرو په حضور پرانیستل شو.

ولسمشر غني دې مراسمو ته په وینا کې، یو ځل بیا د جمهوریت په مهم اصل او د ټاکنو له لارې د واک په لیږد ټینګار وکړ.

هغه د دې په ویلو سره چې “د ټاکنو له لارې د واک لیږد د معاملې وړ اصل ندی”، ویلو سره زیاته کړه چې: “مونږ چمتو یو د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د خپلواکو، رڼو او سراسري ټاکنو د ترسره کیدو په تړاو خبرې وکړو؛ د ټاکنو د ترسره کیدو د نیټې اړوند هم کولای شو خبرې وکړو او پایلې ته ورسیږو.”

ښاغلي غني د نوي حکومت د جوړیدو اړوند د طرحو خپریدو په غبرګون کې، هغه یو خوب ډیر ونه باله او ټینګار یې وکړ چې هیڅ څوک نشي کولای “د هغو بنسټونو د انحلال اړوند چې د افغانستان په اساسي قانون کې یې شتون تسجیل شوی”، پریکړه وکړي.

ولسمشر همداراز یاده کړه: “هر بنسټ کولای شي چې خیال او خوب په پاڼه ولیکي او د افغانستان لپاره د حل لارې توصیه وکړي. دا پاڼې په تیرو کې هم لیکل شوې دي، اوس هم لیکل کیږي او په راتلونکي کې به هم ولیکل شي. زمونږ وثیقه، زمونږ اساسي قانون دی. بلې وثیقې ته اړتیا نلرو.”

هغه د خپلو خبرو په یوې بله څنډه کې، سولې ته د رسیدو لپاره مخته راغلی فرصت په تیرو ۴۲ کلونو کې بېڅارې وباله او زیاته یې کړه: “مونږ هغه مهال تلباتې سولې ته رسیدلای شو چې د افغانستان خلک ځان سهیمه وبولي او مالکیت یې ولري. تاسې ته ژمنه سپارم چې د افغانستان د برخه لیک اړوند هیڅ پریکړه به د دوام لرونکو سلاوو، د افغانستان د خلکو د ټولو قشرونو د مخامخې ونډې او پخلي پرته هیڅ پریکړه نه کیږي.”

ښاغلي غني پردوام زیاته کړه چې د رښتینې سولې د تحقق لپاره، هر ډول فداکارۍ ته چمتو دی، خو دی به هیڅ کله به خپلې بازې او اساسي قانون څخه عدول ونکړي.

ولسمشر د دې په ویلو سره چې طالبان دې له جګړې لاس په سر او د سولې لپاره دې خپل نیت په عمل کې ثابت کړي، وویل: “طالبانو ته زما پیغام دا دی چې په هره هغه هڅه چې افغانان خپل ځان ونه ویني، ثمر ته نه رسیږي، نو د افغانانو غږ واورئ. هغوی له جګړې ستړي شوي، خو د قبرستان سوله نه غواړي، نو له تاوتریخوالي لاس په سر شئ.”

هغه پاکستان ته هم په خطاب کې وویل چې له خپلو څو لسیزو سیاستونو لاس په سر شي او “خپلواکه” افغانستان ومني، ځکه دا کار د پاکستان په ګټه دی.

ښاغلي غني همداراز “د سولې لپاره په ملي، سیمه ییزه، نړیواله او اسلامي نړۍ په کچه رامنځته شوې ټلواله” بېسارې وبلله او ویې ویل چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لباره د سیمې او نړۍ ډاډ حتمي او اړین دی.

په دې مراسمو کې، د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني هم له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس په سر او د خبرو میز ته ستانه شي.

ښاغلي رحماني له ولسمشر غني څخه هم غوښتنه وکړه چې په حکومتي بنسټونو کې د واکپالیو دود ته د پای ټکی کیږدي.