حکومت د ملي مصالحې لویې شورا غړي معرفي کړل.
ولسمشرغني د اساسي قانون د ۶۴ مادې پر بنسټ یو فرمان په لاسلیکولو سره،له طالبانو سره د خبرو په موخه د ملي مصالحې لویې شورا غړي پيژندلي دي.
د دې شورا مشري د عبدالله عبدالله له لوري کیږي او په دې نوملړ کې د هیواد پیژندل شوې سیاسي،جهادي،دولتي او نا دولتي څیرې او همدا راز میرمنې هم شاملې دي
په دې نوملړ کې د هیواد مخکېني ولسمشر حامدکرزي،عبدالرب رسول سیاف،ګلبدین حکمتیار،یونس قانوني،کریم خلیلي،محمدمحقق،مارشال عبدالرشید دوستم،عطامحمدنور،صلاح الدین رباني او یوشمیر نور سیاسي او جهادي مشرانو نومونه هم شامل دي.
دولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح،او دویم مرستیال سروردانش،د بهرنیو چارو وزارت واکپال محمدحنیف اتمر،د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د ملي شورا مشران هم په دې نوملړ کې شامل دي.