| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ملي ټلوالې د جوړیدو لپاره د حکومت هڅه؛ د دولت د لویې شورا جوړښت وروستی شوو
20 May 2021
سرچینې وایي چې د دولت د لویې شورا د جوړښت لپاره هڅې چټکې شوي او اټکل کیږي تر راتلونکو ورځو د دې شورا جوړښت اعلان شي.
د دولت د لویې شورا جوړیدل، د سیاسي هوکړه لیک لومړۍ برخه وه چې یو کال مخکې د ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شوه.
اوس له یوه کال وروسته، د دې شورا د جوړیدو لپاره هڅې ګړندۍ شوي او په تیرې یوې میاشت کې، ولسمشر پر له پسې له سیاسي مشرانو او څهرو سره لیدنې لرلې دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، لطیف محمود وویل چې د دولت د لویې شورا د جوړښت اړوند خبرې روانې دي او دا شورا به د مهمو مسایلو په تړاو خبرې وکړي.
حامد کرزي ته له نږدې کسانو، شهزاده مسعود آرزو ټلویزیون ته وویل چې د واکونو د څرنګوالي او په دې شورا کې د کسانو د شمیر اړوند د اختلافونو شتون، د دې شورا د جوړیدو چارې له ستونزو سره مخامخې کړې دي.

د ملي روغې جوړې لویې شورا مرستیال او د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته نږدې کس، بابر فرهمند ویلي چې ښاغلي دوستم د دې شورا له جوړیدو هرکلی کړی دی او په ناستو کې یې ګډون کوي.
له بلې خوا، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ویلي چې په دې شورا کې د ګډون لپاره مخ آړونه لري.
د اسلامي حزب مشرتابه غړي، حفیظ الرحمان نقي په دې تړاو وویل: که دا شورا له کمي اړخه لوړ ګراف ولري او واکونه یې مشخصه او د ارګ تر مدیریت لاندې اوسي، د دې شورا جوړیدل معنی نلري.
خو د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند له همدا اوسه د دولت په لویه شورا کې ګډون رد کړی دی.
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند ویاند، عبدالفتاح احمدزي آرزو ټلویزیون ته وویل: د هیواد اوسني حالت ته په کتو او د ښاغلي غني سیاسي کړنو په پام کې نیولو سره، هره هغه شورا چې د اوسني حکومت په مشرۍ جوړه شي، ډیرۍ سیاستوال یې نه مني او په کې ګډون نه کوي.
له دې سره هم مهاله یو شمیر شنونکو ویلي چې د دولت لویه شورا د ملي روغې جوړې له لویې شورا سره موازي ده؛ ځکه د دواړو شوراګانو موخه، د سیاسي ټلوالې رامنځته کول دي.
له دې ټولو سره، په سیاسي هوکړه لیک کې چې دې شورا ته مشروعیت ورکوي، ویل شوي چې د دولت لویې شورا غړي له ځانګړو دولتي تشریفاتو څخه برخه من کیږي. د دولت د لویې شورا د جوړیدو لپاره هڅې په داسې شرایطو کې ډیرې شوي چې د سولې په قضیه کې ښکیل اړخونه د نړیوالو منځګړیو په ګډون، د استانبول ناستې د ترسره کیدو لپاره په هڅو بوخت دي.
