یو شمیر سرچینې وایي چې ښاغلي عبدالله غوښتي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د برخه لیک تر روښانیدو، د ملي یووالي حکومت دوام ومومي.
عبدالله عبدالله ته نږدې کس، فضل احمد معنوي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ کورني او بهرني منځګړیتوبونه بې پایلې پاتي.
د عبدالله عبدالله ویاند، فریدون خوځون، له آرزو سره په مرکه کې د دې پخلی کړی چې تراوسه د دواړو لوریو ترمنځ هڅې بې پایلې دي. خو ټینګار یې وکړ: “د خبرو ور لا هم پرانیستی دی.”
له دې سره سم، د افغانستان د ملي پيوستون د نهضت مشر او په ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ملاتړ کوونکی، سید اسحاق ګیلاني ویلي چې ښاغلي عبدالله له محمد اشرف غني سره په سیاسي خبرو کې غوښتي چې د ملی یووالي حکومت دې د سیاسي ناندرو تر پایته رسیدو او د افغانانو ترمنځ د خبرو د برخه لیک تر روښانیدو دوام ولري.
د ده په وینا، د اشرف غني ټیم ویلي چې د ټاکنو د اعلان شویو پایلو پر بنسټ د افغانستان نوی حکومت جوړیږي.
په همدې حال کې، امریکا په دې وروستیو کې د ټاکنو له کبله د رامنځته شووی ناندرو د هواري لپاره، له دواړو خواوو د جوړجاړي غوښتنه کړې ده.
د سویلي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، آلیس ویلز په افغانستان کې د شته وو سیاسي ناندرو په غبرګون کې ویلي: ” په افغانستان کې موازي دولتونه ځواب ویونکي ندي او د افغانستان د خلکو په تاوان به تمام شي، د ځواکمنتیا کړکیچ باید پای ومومي.“
له دې سره سم، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم اعلان وکړ: “ هغه مهال رارسیدلی چې افغانان جوړجاړی وکړي او د خپلو اختلافونو څنګ ته پرې ایښودو سره، هغه سیاسي کړکیچ هوار کړي، چې د ټاکنو او دوه ګونو لوړو له کبله رامنځته شوی. “
په افغانستان کې سیاسي ناندرې هغه مهال ډیرې شوې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله د ټاکنو له پایلو سره مخالفت وښود او هغه یې له درغلیو ډکې وبللې.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک