1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملکي مرګ ژوبلې له ډیریدو د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون اندیښنه

تلفات
04 Jul 2020

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون له سزا د بښنې د دود د پایته رسیدو غوښتونکی شو.

په پلازمینه کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو د برید یوه اوونۍ وروسته، دې بنسټ نن (پیلنۍ، چنګاښ۱۴/جولای۴)، د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د دوو کارکوونکو، فاطمه خلیل او احمدجاوید فولاد چې د کابل په دولسمه ناحیه کې په یوه چاودنه کې وژل شوي وو، یادغونډه جوړه کړه.

 د قربانیانو د کورنۍ یو شمیر غړي، د داشان پيښو په مخنیوي کې د حکومت او امنیتي بنسټونو په کمزورتیا نیوکه کوي او په هیواد کې د تاوتریخوالي د پایته رسیدو غوښتونکي دي.

د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال، نعیم نظري په دې ناسته کې هغه څه چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او موخه ییزو وژنو ډیروالی بولي، په کلکه نیوکه کوي او د دې بهیر دوام یې اندیښمنوونکی وباله.

په داسې حال کې چې تراوسه د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو په لیږدوونکي موټر د چاودنې پړه چا یا کومې ډلې پرغاړه نده اخیستې، خو دې بنسټ د دې پیښې اړوند د امنیتي بنسټونو د څیړنو د دوام او د عدالت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال همداراز د دیني عالمانو، د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو، رسنییزو کارکوونکو او ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو د موخه ییزو وژنو د جدي څیړنې او د عاملینو د پيژندنې غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرې یوه میاشت کې د پلازمینې اوسیدونکي د ځای پرځای شویو ماینونو د چاودنو د ډیریدو شاهدان پاتې شوي چې په پایله کې یې ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

همدا نن هم د کابل ښار د دولسمې حوزې په اړوندو سیمو کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې، دوه تنه ټپیان شول.