1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملکي مرګ ژوبلې ۲۱ سلنه لږوالی؛ د ماین چاودنو او موخه ییزو وژنو بېساری ډیروالی

تلفات
27 Jan 2021

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په خپل نوي ګزارش کې ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې، ۲۹۸۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۵۴۲ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون، په تیر زیږدیځ کال کې د افغانستان امنیتي ستیرو او طالبانو ډلې ترمنځ د نښتو او د ترهګریزو ډلو د وسله والو بریدونو په لړ کې د ملکي مرګ زوبلې شمیرنه، نن (څلورنۍ، سلواغې اتمه)، اعلان کړه.

د دې ګزارش پر بنسټ، په ۲۰۲۰ کال کې، ۲۹۸۵ تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۵۴۲ تنه ټپیان شوي چې له دې منځه؛ پنځه زره او ۵۳۹ تنه سړي، ۸۴۷ تنه ښځې او ۲۰۱۹ تنه ماشومان دي.

دا شمیرنه له دې د تیر کال په پرتله، ۲۱ سلنه کموالی ښيي؛ د دې کمیسیون د شمیرنو پر بنسټ، تیر کال په افغانستان کې دوه زره او ۸۱۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او اووه زره او ۹۵۵ تنه هم ټپیان دي.

د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې عاملین:

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون موندلې چې په ۲۰۲۰ زیږدیځ کال کې د ملکي مرګ ژوبلې د ۵۳ سلنه لامل د طالبانو ډله، ۱۵ سلنه د افغانستان دولت د پلوي پوځیانو له لورې، پنځه سلنه هم د داعش ډلې له لورې قرباني شوي دي.

د دې کمیسیون د شمیرنو پر بنسټ، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ۲۵ سلنه لامل، ناڅرګنده ډلې دي او دوه سلنه هم د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو په پایله کې قرباني شوي دي.

د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون موندنې ښيي چې په ۲۰۲۰ زیږدیځ کال کې، د طالبانو د بریدونو له کبله د ملکي مرګ ژوبله کچه ۴۰ سلنه ډيره شوې ده. همداراز د داعش د بریدونو له کبله د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۲۱ سلنه او د دولت د پلوي ځواکونو له لورې د بریدونو په پایله کې ۱۶ سلنه ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

هغه څه چې په دې ګزارش کې د اندیښنې وړ څیز په توګه ورته ګوتڅنډنه شوې، د جګړه ییزې بڼې بدلون او په لړ کې یې د ملکي مرګ زوبلې بېساری ډیروالی دی.

د دې ګزارش پر بنسټ، هغه بریدونه چې پړه یې پرغاړه نه اخیستل کیږي، دوه برابره او موخه ییزې وژنې درې برابره ډیروالی ښيي.

همداراز له ټولټال مرګ ژوبلې ۳۰ سلنه د مقناطیسي او واټ تر غاړې ماینونو او ۲۶ سلنه هم د موخه ییزو وژنو له کبله وو.

په دې ګزارش کې راغلي چې موخه ییزې ترورونو، ډیرۍ له دیني عالمانو، خبریالانو، رسنیزو فعالانو، بشري حقونو فعالانو، قومي مشرانو او دولتي کارکوونکو ژوند اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې، د هیواد په لویو ښارونو کې د ماین چاودنې او موخه ییزې وژنې ډیرې شوي او د امنیتي سرتیرو ترڅنګ یې، مدني او رسنیز فعالان هم موخه ګرځولي دي.

د وروستیو ډيریو چاودنو پړه هیڅ ډلې پرغاړه نده اخیستې او طالبانو هم تل د دې مسوولیت رد کړی دی. خو حکومت، طالبان د ډیرو ترهګریزو بریدونو د سازمان ورکولو عاملین یادوي او دا د دې ډلې د جګړه ییزې بڼې بدلون په ګوته کوي.