د ملګرو ملتونو سازمان موندنې ښيي چې په دې کال کې د افغانستان نږدې هر ملکي وګړی د تاوتریخوالي له اغیزو خوندي نه دی پاتې شوی.
په داسې حال کې چې افغانستان د تاوتریخوالي د کمیدو لومړنۍ ورځ تجربه کوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر، نن (پیلنۍ، فبرورۍ ۲۲)، په ۲۰۱۹ زیږدیځ کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اړوند خپلې نوې موندنې خپرې کړې.
د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ د دفتر (یوناما) د ګزارش پر بنسټ، په وروستیو شپږو کلونو کې د جګړو او تاوتریخوالي په پایله کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمیر له ۱۰ زرو تنو اوښتی دی او یوازې په تیر زیږدیځ کال کې، ۳۴۰۳ ملکي وګړي په وسله والو نښتو کې مړه او ۶۹۸۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې ګزارش کې راغلي چې په افغانستان کې هیڅ ملکي وګړی د روان تاوتریخوالي له اغیزو خوندي نه دی پاتې شوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي، تادامیچي یاماماتو، په دې اړه ویلي: “دا چې د سولې بهیر مهال ته اړتیا لري او د سولې هڅې روانې دي، د ملکي وګړو ژوند ساتنه باید وشي او د نښتو ټولو خواوو لپاره اړینه ده چې له دې فرصت څخه د جګړې د درولو لپاره ګټنه وکړي.”
د ګزارشونو پر بنسټ؛ په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله پنځه سلنه کموالی راغلی او لامل یې هم د داعش د بریدونو کمښت ویل شوی دی. خو د جګړې نورې خواوې په دې برخه کې بیا برلاسه دي.
د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې په دې کال کې ډیرۍ ملکي مرګ ژوبله د طالبانو ډلې لخوا ترسره شوې چې ۲۱ سلنه ډیروالی ښيي او بهرني پوځیان هم په دویم ځای کې، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې عاملین پيژندل شوي دي.
د بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمیشنرې، میشل بشلت، په دې اړه وویل: “د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره، د جګړې ټولې ښکیلې خواوې باید د توپیر، انډول او پاملرنې کلیدي اصول په پام کې ونیسي.”
له دې ټولو سره، طالبانو د ملګرو ملتونو سازمان ګزارش نه دی منلی او موندنې یې د امریکا په ګټه بللې دي.
آرزو نیوز
ژباړن: شمس الرحمن خپلواک