1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ۸۰ سلنه ډيروالی؛ طالبان د ۵۶ سلنه مرګ ژوبلې عامل

thumbs_b_c_fa6025ee861bedf86708860be62db362
01 Aug 2021

د بشرحقونو خپلواک کمېسیون د نوي ګزارش خپرولو سره د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د یو زرو او ۶۷۷ ملکي وګړو د مړینې او درې زره او ۶۴۴ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړ.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په نوي ګزارش کې، د جنورۍ له لومړۍ نیټې د جون میاشتې تر پایه د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې شمیرنه نن (یوه نۍ، زمري لسمه)، شریکه کړه.

په دې راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په شپږو لومړنیو میاشتو کې ۱۵۹۴ امنیت ضد پیښې ثبت شوي چې په پایله کې یې، ۱۶۷۷ ولسي کسانو ژوند بایللی او ۳۶۴۴ تنه هم ټپیان شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ د مرګ ژوبلې دا شمیر د تیر کال شپږو لومړنیو میاشتو په پرتله ۸۰ سلنه ډير شوی دی.

دا شمیر وګړي د واټ تر غاړې ماین چاودنو، موټربمب چاودنو، مقناطیسي ماینونو، ترور او موخه ییزو وژنو، توغندیزو بریدونو، ځمکنیو او هوایي بریدونو او ځانمرګو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

 

د ګزارش پر بنسټ، د قربانیانو په منځ کې، ۱۵۴ میرمنو ژوند بایللی او ۳۵۰ تنه هم ټپیانې شوې دي چې د تیر کال شپږو لومړنیو میاشتو په پرتله د میرمنو مرګ ژوبله ۶۹ سلنه لوړه شوې ده.

دې بنسټ همدا شان په دې مهال کې د ۳۷۳ ماشومانو له مړینې او ۱۰۸۳ له ټپي کیدو خبر ورکړی چې دا شمیر بیا د تیر کال شپږو لومړنیو میاشتو په پرتله درې برابره لوړ والی ښيي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، د طالبانو بریدونو ډير شوي او دا ډله د ملکي مرګ ژوبلې د ۵۶ سلنه عامله ده.

د دې ګزارش له مخې، ۲۲ سلنه مرګ ژوبلې لامل ناڅرګنده ډلې او یا کسان، ۱۵ سلنې مرګ ژوبلې لامل د افغانستان دولت او ۷ سلنې مرګ ژوبلې لامل هم د داعش ډله بولي.

طالبان بیا د بشرحقونو خپلواک کمېسیون حکومت پورې تړلی بولي او همداراز دا راپور هم د خپل ځان پر وړاندې تبلیغ یادوي.

له بلې خوا، د دولت د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند، اجمل عمر شینواری وايي، چې امنیتي ځواکونو ټول جګړه ییز قوانین رعایتوي. دی هغه ملکي مرګ ژوبله چې امنیتي ځواکونو ته تړاو ورکړل شوی ردوي.

د بشرحقونو خپلواک کمېسیون همداراز له نړیوالې ټولنې غواړي، له ټولو شونتیاوو په ګټنې د جګړې له کبله انساني ناورین له رامنځته کیدو مخنیوی وکړي.

دې بنسټ همداراز د طالبانو ډلې ته وړاندیز کړی چې د غچ اخیستونکي چلند مخنیوی، بشرحقونو د جګړې له اسیرانو سره بشري حقونو سکالو رعایت او له ډاکیزو محکمو ډډه وکړي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون همداراز د افغانستان له دولت څخه غوښتي چې د خپلو مقررو په بیا کتنې، ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو ډډه وکړي.