په تیرو نهو میاشتو کې د دې کمیسیون موندنې ښيي چې په دې موده کې د چاودنو او پر عالمانو، لمونځ کوونکو او جوماتونو د موخه ییزو بریدونو په پایله کې، ۱۷۰ تنه وژل شوي او ۲۷۲ تنه هم ټپیان دي.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون، نن (پیلنۍ، چنګاښ۲۸/جولای۱۸)، په یوه ګزارش کې، په تیرو نهو میاشتو کې پر عبادتځایونو، دیني عالمانو او لمونځ کوونکو د چاودنو، موخه ییز او وسله والو بریدونو اړوند خپلې موندنې رسنیزې کړې.
د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د ګزارش له مخې؛ په دې موده کې په ۱۷جلا پيښو کې، ۱۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷۲ تنه نور هم ټپیان شوي.
د ننګرهار په هڅکه مینه ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو ځانمرګی برید، په کابل کې د سیکهانو په درمسال یرغلیز برید او د ننګرهار په ښيوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو ځانمرګی برید، هغه پيښې دي چې ډيرۍ مرګ ژوبله یې اړولې ده.
دې کمیسیون په دې ډول پیښو کې د ماشومانو له مرګ ژوبلې هم اندیښنه ښودلې او داعش، طالبان او ناڅرګنده وسله وال یې د یو شمیر دې پيښو د عاملینو په توګه یاد کړي.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال، نعیم نظري، د جګړې له ښکیلو لوریو غوښتي چې د بشري او ښاروندي حقونو او همداراز نړیوالو بشرپاله حقونو قواعدو، مقررو او اصولو په پام کې نیولو سره، پر ملکي وګړو بریدونه ودروي.
له بلې خوا، د ملي امنیت د شورا دفتر اعلان کړی چې په تیره یوه میاشت کې؛ په هیواد کې د طالبانو د خوځښتونو په پایله کې ۴۲۰ تنه، مړه او ټپیان شوي.
د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل، رسنیو ته وویل چې طالبانو په دې موده کې یو زره او ۴۵۶ خوځښتونه لرلي چې په پایله کې یې؛ ۱۲۹ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹۱ تنه هم ټپیان شوي.
هغه زاته کړه: د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي د کمیدو اړوند د خپلو ژمنو سره سره، په تیره میاشت کې په ښارونو او لویو لارو کې تر ټولو ډير بریدونه او خوځښتونه لري چې د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې، ډیرۍ مرګ ژوبله د سمنګان، کندهار او ننګرهار ولایتونو د خلکو ده.
خو د طالبانو ډلې تل د ملي امنیت د شورا له لورې د دې ډلې په بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې اړوند شمیرنې رد کړې دي.
د تاوتریخوالي کمښت د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک مهمه برخه ده او حکومت مخکې له دې، تل طالبان د دې سند په نقض تورن کړي دي.
له بلې خوا، په دې وروستیو کې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره په ټلفوني اړیکه کې، د تاوتریخوالي د کمیدو او په هیواد کې د سولې د خبرو د ژر پیل په اړتیا ټینګار کړی دی.