د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا نوي ګزارش ویلي چې القاعده اوس مهال د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې فعالیت لري او دې شبکې له طالبانو سره خپلې اړیکې ساتلې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا همداراز ویلي چې طالبانو تراوسه له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې ساتلي خو د طالبانو له مشرتابه سره یې ښکاره اړیکې د دوحې د هوکړه لیک له کبله لږ تر لږه کړي دي.
په دې ګزارش کې همداراز راغلي: “د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د القاعدې د ګڼو قومندانانو وژل کیدل، د دې دوو ډلو نږدې والی ښيي.”
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا همداراز ویلي چې د القاعدې شبکې جنګیالي، اوس مهال د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې میشت دي.
د دې ګزارش پر بنسټ: “د القاعدې غړي د افغانستان په لږ تر لږه پنځلسو ولايتونو کې فعاليت لري چې ډيرۍ په ختيځو، سويلي او سويل ختيځو سيمو کې فعاليت لري او د شيخ محمود په مشرۍ د النصره جبهې له لورې اداره کيږي.”
د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل چې القاعده او طالبان لا هم “نږدې” او “تګلاریزې” اړیکې لري او د القاعدې شبکې له مخې ډیر قوي په “افغانستان او پاکستان” کې فعالیت لري.
هغه د ملګرو ملتونو سازمان د ګزارش په تړاو وویل: “دا ګزارش د هغو ټولو ادعاوو پخلی دی چې د تیرو کلونو په اوږدو کې د افغانستان دولت له بیلابیلو مراجعو شوي چې نه یوازې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې ندي شلولي، بلکې له تیر ډیر ژورې او پراخې اړیکې لري او د القاعدې مشرتابه په افغانستان او پاکستان کې حضور لري.”
د افغانستان دولت همداراز ګزارش ورکوي چې د دوحې د هوکړه لیک وروسته، د طالبانو له لورې د نورو ترهګریزو ډلو په همکارې جګړې زور اخیستې او اوس مهال هم د القاعدې او طالبانو ترمنځ نږدې اړیکې شتون لري.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند، رحمت الله اندړ هم د دې ګزارش په غبرګون کې وویل چې طالبان له القاعدې سره ټینګې او “تګلاریزې” اړیکې لري.
له بلې خوا، د ملي دفاع وزارت ویاند، روح الله احمدزی هم وایي چې د طالبانو جنګیالي لا هم له القاعدې سره نږدې همکارۍ لري. د هغه په وینا، امنیتي سرتیرو تیره ورځ هم په هلمند ولایت کې د طالبانو او القاعدې شبکې یو ګټ پټنځای موخه ګرځولی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا، په خپل نوي ګزارش کې د روان زیږدیځ کال په لومړیو درییو میاشتو کې د تاوتریخوالي د کچې د بې سارې لوړوالي خبر ورکړی دی.
د دې ګزارش پر بنسټ؛ د دوحې د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته، تاوتریخوالی ډیر شوی او د سږکال د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۳۱، اوه زره او ۱۷۷ امنیتي پيښې په افغانستان کې ثبت شوي چې د ۲۰۲۰ کال ورته مهال په پرتله، ۶۱ سلنه لوړوالی ښيي.
د تاوتریخوالي کمښت او له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو شلیدل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون مهمه برخه وه. که څه هم طالبانو تل ځان دې هوکړې ته ژمن بللی، خو د افغانستان دولت دا ډله د دوحې د هوکړه لیک په نقض تورنه کړې ده.
له دې ټولو سره؛ له القاعدې شبکې سره د طالبانو د نږدې اړیکو له پایلو اندیښنې په داسې حال کې ډيرې شوي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د بهر کولو پریکړه کړې او تمه ده له افغانستان څخه د دې هیواد د ځواکونو د وتلو بهیر، تر نږدې درییو میاشتو بشپړ شي.
په دې وروستیو کې، د امریکا ولسمشر جوبایډن هم اعلان کړی چې امریکا خپلې موخې ته چې د القاعدې د ګواښ لمنځه وړل وو، رسیدلې ده.