د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې په افغانستان کې د جګړو له ډيریدو اندیښنه کوي.
دیبرا لاینز د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په آنلاین ناسته کې ویلي دي چې د طالبانو وروستي پوځي بریدونه، د دې ډلې د مشرتابه د ژمنو خلاف دي.
میرمن لاینز ټينګار کوي چې په نږدې دوو میاشتو کې طالبانو څه باندې ۵۰ ولسوالۍ نیولې دي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د ولایتونو د مرکزونو د نیولو په لټه دي.
د ملګرو ملتونو سازمان استازې هیښتیا ورکوي چې له پوځي لارې هر ډول حکومت تپل کیدل، د خلکو د تکل او د سیمې د هیوادونو او نړیوالې ټولنې رسمي دریځ خلاف دی.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل سره هم مهاله، په نږدې دوو وروستیو میاشتو کې د هیواد یو شمیر برخې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.