1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملګرو ملتونو سازمان له پاکستان څخه افغان کډوالو د ستنیدو د بهیر د دریدو غوښتنه کړې

52795734_304
18 Mar 2020

د چمن او تورخم بندرونو له تړل کیدو وروسته،د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان سترې کمشنرۍ اعلان وکړ چې د کرونا ویروس مخنیوي په موخه،له پاکستان څخه د افغان کډوالو داوطلبانه ستنیدو بهیر دې تر ناڅرګند مهاله وځنډیږي.

د وړاندې شویو شمیرنو پر بنسټ اوس مهال ۱.۴میلونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

وړاندې له دې د ملګرو ملتونو سازمان او افغان چارواکو له ایران او پاکستان څخه په داوطلبانه توګه افغان کډوالو ستنیدو څخه اندیښنه کړې وه او ویلي وو چې دا حالت به په افغانستان کې د کرونا ویروس پراختیدو لامل شي.

افغان چارواکو له پاکستان او ایران څخه غوښتي ترڅو د افغان کډوالو د بهر کیدو لړۍ ودروي.

د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وایي چې په تیره یوه میاشت کې نږدې ۹۰ زره افغان کډوال له ایران څخه هیواد ته ستانه شوي دي.