د ولسمشر دویم مرستیال وایي چې د تاوتریخوالو او موخه ییزو وژنو دوام به له طالبانو سره د سولې خبرې اترې کړکیچنې کړي.
سرور دانش په کابل کې د اروپا د استازو ټولنې له واکپال سره په لیدنه کې ویلي دي چې تمه ده له طالبانو سره د خبرو اترو له دویم پړاو پیل سره،د تاوتریخوالو پر کمیدو او اوربند پر اجرایي کیدو هوکړه وشي، او که داسې نشي خبرې اترې به له کړکیچ سره مخامخې شي.
ښاغلی دانش ټینګار کوي چې د بیان د خپلواکۍ،د ښځوحقونو،بشرحقونو، د اقلیتونو حقونو او مدني آزادیو په اړه هیڅ راز بدلون نه دی کړی او له همدې امله د سولې د خبرو اترو لار به ستونزمنه لار پر مخ ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د مدني فعالانو او د رسنیو کارکوونکو پر سر موخه ییزې وژنې ډیرې شوي او حکومت تل د دې وژنو مسوول طالبان بولي خو دا ډله په دې پيښو کې خپل لاس لړل نه مني.