1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ناټو له ملکي استازي سره د ولسمشرغني او حمدالله محب لیدنه

118198419_3200450030031217_3539927570289143867_o
23 Aug 2020

ولسمشرغني په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي استیفانو پونتیکورو سره په لیدنه کې د سولې د بهیر په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پربنسټ، ښاغلي غني او د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب په دې لیدنه کې د سولې د بهیر ترڅنګ، د امنیتي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا او د حکومت له برنامو څخه د دې سازمان پر ملاتړ هم بحث کړی دی.

د ناټو ملکي استازي ډاډ ورکړی چې د دې سازمان ټول غړي هیوادونه به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته خپلې مرستې جاري وساتي.