| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ناکامورا کورنۍ د هغه د جسد لیږد لپاره افغانستان ته راغلي دي
07 Dec 2019
د جاپاني روغتیاپال تتسو ناکامورا میرمن،لور او خپلوان تیره ورځ(جمعه لیندۍ ۱۵مه/ډیسمبر۶مه) کابل ته راغلل.
د ښاغلي ناکامورا میرمن،لور او یوشمیر خپلوانو په ارګ کې د هغه د جسد د تر لاسه کولو لپاره له ولسمشرغني سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ولسمشرغني ویلي دي چې ډاکټر ناکامورا ستر او زیارکښ شخصیت وو چې په تیرو ۲۲ کالونو فعالیتونو سره یې.په ختیځو ولایتونو کې د خلکو ژوند ته بدلون ورکړ.

ډاګټر ناکامورا خپل کار د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې پیل کړ او د اوبو د مدیریت،کرنې او د اوبو لګونې سیسټم د جوړښت په برخه کې یې کار وکړ.
ولسمشرغني وویل:هغه پروژې چې ښاغلي ناکامورا د افغانستان په ختیځ په تیره بیا ننګرهار او کنړ ولایتونو کې پلې کړې دي د هغه په نوم نومول کیږي.
د ناکامورا د کورنۍ غړو او په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسوجی سوزوکا د افغانستان د خلکو او دولت له خواخوږۍ مننه وکړه.
جاپاني الاصله افغانی ډاکټر ناکامورا،د تیرې اونۍ څلورنۍ په ورځ په یوه وسله وال برید کې له خپلو پنځو افغانو همکارانو سره په جلال آباد ښار کې ووژل شو.
ولسمشرغني د دې پیښې د عاملینو د پیژندنې او نیولو لپاره د هڅو له پیله خبر ورکوي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
