په نایجریا کې له یوې بندخونې د وسله والو کسانو له برید وروسته یو زرو څه باندې ۸۰۰ بندیان وتښتیدل.
د دې هیواد چارواکي وايي چې په دې بندخونه کې ۱۹۰۰ بندیانو له منځه یوازې ۳۵ تنه پاتې دي.
د راپورونو پر بنسټ، بریدګر چې په جګړه ییزو او چاویدونکو توکو سمبال وو د دې بندخونې د اداري برخې په چاودنې سره بریالي شوي ترڅو ټول بندیان وتښتوي.
د نایجریا ولسمشر دا برید یو ترهګریز اقدام بللی او د بریدګرو او تښتیدونکو بندیانو د نیونې سپارښتنه یې کړې ده.
د نایجریا پولیسو د دې برید پړه د جلا غوښتونکې ډلې پر غاړه اچولې ده.