د نبي زاده مرستندویه بنسټ پازوال وایي چې د رمضاني مرستو پر دوام، دې بنسټ نن (پنځنۍ، غوایي یوولسمه)، یو ځل بیا په بلخ ولایت کې له سلو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د نبي زاده مرستندویه بنسټ د مرستو د ویش مسوول، احمدنژند رحیمي وویل، دا مرستې چې اوړه او غوړي په کې شامل دي، اړمنو کورنیو ته وویشل شوې.
ښاغلي نژند زیاته کړه چې دا مرستې د نبي زاده بنسټ د څارنې او ارزونې د کمیټې له لورې د اړمنو کسانو د پيژندنې وروسته، دې کورنیو ته ویشل شوي.
د نبي زاده مرستندویه بنسټ په داسې حال کې له اړمنو کسانو سره مرسته کوي، چې فقر، اوزګارتیا او د ښارونو د قرنطین دوام د دی لامل شوی چې په وروستیو ورځو کې هیوادوال له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
له بلې خوا یو شمیر کورنۍ له دې مرستو مننه کوي، او له نورو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د کوویډ-۱۹ له کبله رامنځته شوي حالت ته په کتو سره باید له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.
له دې ټولو سره د نبي زاده مرستندویه بنسټ، په هرو شرایطو کې په هیواد کې د اړمنو کورنیو لاسنیوی کړی او د دې بنسټ پازوال وایي چې د دوی د مرستو بهیر به د روژې مبارکې میاشتې ترپایه روان وي.