1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د نبي زاده مرستنیدویه بنسټ د بدخشان ولایت ۴۰۰ بی وزله کورنیو لپاره خوراکي توکي وویشل

بنیاد
11 Dec 2019

د نبی زاده مرستندویه بنسټ پازوال وایې دوی د بدخشان په ولسوالیو کې بی وزله او له جګړو زیان منونکو کسانو لپاره د خپلو مرستو پر دوام،یو ځل بیا د دې ولایت ۴۰۰ کورنیو لپاره خوراکي توکو مرسته وکړه.

د نبي زاده مرستندویه بنسټ په سړوښي موسم کې د خپلو بشرپاله مرستو په دویم پړاوو کې،دا ځل د ۴۰۰ زیان لیدونکو او بی وزله کورنیو ته د خوراکي توکو کڅوړو مرسته وکړه.

د نبي زاده مرستندویه بنسټ پازوال احمد نژند رحیمي وویل په دې مرستو کې اوړه،غوړ او وچ چای شامل دی چې له جګړو او طبیعي پیښو زیان منونکو کسانو ته ویشل شوي دی.

هغه زیاته کړه چې د دوی د سروي پربنسټ،دې کورنیو مرستو ته اړتیا درلوده.

د نبي زاده مرستندویه بنسآ وړاندې له دې هم د بدخشان ولسوالیو لرو پرتو سیمو ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته هم خوراکي توکي ویشلي وو.

ښاغلي رحیمي همدا شان په ژمې موسم کې د دې بنسټ د بشرپاله مرستو له دوامه هم خبر ورکوي.

په همدې حال کې،هغه کورنۍ چې له دې بشري مرستو برخمنې شوې دي،د نبي زاده مرستندویه بنسټ له مرستو ستاینه او مننه کوي او له نورو مرسته کوونکو بنسټونو هم غواړي ترڅو له دوي سره مرستې وکړي.

د نبي زاده مرستندویه بنسټ پازوال په وینا،په ژمي موسم کې د هیواد په کچه د دې بنسټ د خوراکي او نا خوراکي پراخو مرستو خپرونه تر لاس لاندې لري.

د ویلو ده چې، د نبي زاده مرستندویه بنسټ په تیرو کې هم په زرهاوو بی وزله او اړمنو کورنیو لاس نیوی کړی او ورسره  یې خوراکي او مالي مرستې کړې دي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي