1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د نشه یې توکو د پلور او قاچاق په تړاوو ۹ کسان ونیول شول

78422513_1526051717532720_7364975456363216896_n
01 Dec 2019

 

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو ۹ کسان د نشه یې توکو د پلور او قاچاق په تړاوو له ننګرهار،بدخشان،فاریاب او بلخ ولایتونو څخه نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي څلور کسه د دو ښځو په ګډون له ۴۰ کیلو ګرامه هیرویین او چړسو سره له جلال آباد ښار څخه دوه نور له ۸ کیلو ګرامه هیرویینو سره له بدخشان او یو بل هم له میمنې ښار څخه نیول شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نشه یې توکو دوه قاچاق وړونکو چې د مولانا جلال الدین له هوایې ډګر څخه هند هیواد ته د نشه یې توکو د لیږد هوډ درلود له نشه یې توکو سره  د مبارزې پولیسو له لوري ونیول شول.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي