په څرخي پله کې یوشمیر بندیانو له هغه څه چې د حکومت له لوري خپل ځان پر وړاندې بی عدالتي بولي، خپلې خولې د وسپنې په سیخانو ګنډلې دي.
په څرخي پله کې یو شمیر بندیان د بندیانو د خوشې کیدو په برخه کې بی عدالتۍ بولي په اعتراض،اعتصاب کړی دی.
هغه ویډیوګانې چې د کابل څرخي پله نشه یي توکو له څانګې آرزو ټلویزیون ته رسیدلې دي،ښیې چې دې کسانو خپلې خولې په وسپنې ګنډلې دي.
د دې بندیانو د ویناو پر بنسټ،نږدې ۷۰۰ بندیان د نشه یي توکو په ځانګړې بندخونه کې شپې او ورځې تیروي،دوی په دې بندخونه کې د ژوندانه له مناسبو شونتیاو له نشتونه شکایت لري او د کرونا ویروس له کبله ګواښ ته په کتو،له حکومت څخه د بندیانو لپاره د عدالت غوښتونکي دي.
یوه بندي په یوې ویډیو کې، د طالبانو د بندیانو او همدا شان د هغو بندیانو چې جنایي جرمونه یې ترسره کړې او د کوید ۱۹ ګواښونو او د سولې د بهیر له کبله خوشې کیږي د خپل ځان پر وړاندې بی عدالتۍ بولي.
حکومت په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
خو د بندیانو د تنظیم ادارې په يوې اعلانپاڼه کې ویلي دي چې تر اوسه یې د نشه یې توکو د بندیانو د خوشې کیدو په تړاو کوم فرمان نه دی ترلاسه کړی او دا اداره هڅه کوي ترڅو د دې بندیانو د اعتصاب پای لپاره د هغوی قناعت ترلاسه کړي.
په دې اعلانپاڼه کې راغلي دي:د نشه یې توکو په ځانګړې بندخونه کې یوشمیر بندیانو په اعتصاب لاس وهلی او د هیواد د قوانینو د احکامو ته په کتو او په ټولیزه توګه له کوم مخ آړ پرته خوشې کیدو غوښتونکي دي.د بندیانو د خوشې کیدو د چارو د تنظیم اداره د لوی څارنوالۍ د ادارې له مشرتابه سره یو ځای هڅه کوي ترڅو د بندیانو قناعت تر لاسه کړي ترڅو خپل اعتصاب ته پای ورکړي.
د ولسمشرد فرمان پر بنسټ د بندیانو خوشې په اړه بی عدالتیو سکاله،په ولسي جرګه کې هم توده وه.
د دې جرګې مشر میررحمان رحماني له دې سکالې نیوکه وکړه او په دې تړاو د یوي ځانګړي کمېسیون له جوړښته یې خبر ورکړ.
د بندیانو د خوشې کیدو په برخه کې بی عدالتیو څخه اندیښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې،په دې وروستیو کې حکومت د هیواد به بندخونو کې د کرونا ویروس له کبله ګواښ لري کیدو لپاره،د نږدې لسو زرو هغو بندیانو د خوشې کیدو فرمان ورکړ چې کورنی او بهرنی امنیت خراب نه کړي.
آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي