1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ننګرهار د ملکي هوایي ډګر د جوړولو د چارو پیل

Sequence-01.00_34_28_08.Still002
11 Jul 2020

د ننګرهار د ملکي هوایي ډګر د جوړولو چارې پیل شوې.

د هیواد د ملي هوایي چلند د ادارې مشر، محمد قاسم وفایي زاده وایي چې د دې هوایي ډګر جوړول به ۴۰ میلیون ډالره لګښت ولري چې تر دوو کلونو به بشپړ شي.

دا هوایي ډګر د ښیوې ولسوالۍ د ګمبیري په سیمه کې په درې نیم زره جریبه ځمکه کې جوړیږی.

ښاغلي وفایي زاده زیاته کړه چې د د ېهوایي ډګر د جوړولو چارې به په درېیو پړاوونو کې ترسره شي چې لومړی پړاو یې د احاطې دیوال جوړول، امنیتي برجونه او وروسته د الوتنې لیک او نور تاسیسات یې جوړ شي.

د ملکي هوایي چلند عمومي مشر همداراز وویل چې دا ډګر به د کابل هوایي ډګر بدیل و اوسي.

د چارو د ادارې مشر، فضل محمود فضلي وایي چې د دې پروژې چارې به په ټاکل شوي مهال پایته ورسیږي.