د ننګرهار د ګمرک مشر او د دې ادارې پنځه نور کارکوونکي د اداري فساد په تور نیول شوي دي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل مني چې د دې ولایت د ګمرک مشر حشمت الله علي زی له دوو مرستیالانو.د ارزونې مدیر،د ګامونو مدیر او یوه بل کارکوونکي سره دوه ورځې مخکې د اداري فساد په تور د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
ښاغلی امرخیل زیاتوي چې دا کسان د یوې کیلي والا د محصول کولو په تړاو نیول شوي دي.
له بلې خوا، د ننګرهار یوشمیر اوسیدونکي همدا شان په نورو دولتي بنسټونو کې هم د فساد پر وړاندې جدي مبارزې غوښتونکي دي.