د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه د ننګرهار د شیرزاد ولسوالۍ له چڼیدو خبر ورکوي.
د دې قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اوسمهال د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري او په تیرو دوو میاشتو د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د بهرنیو وګړو په ګډون څه باندې ۲۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او نږدې سل نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوه بل خبر له مخې د ننګرهار د ملي امنیت ریاست د دې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې د مرستیال په مصطفی مشهور لعلي ګل قوماندان له وژل کیدو خبر ورکوي.