1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ننګرهار په بندخونې د برید پرمهال د نږدې ۲۰۰ بندیانو تیښته

زندان-ننگرهار
04 Aug 2020

د ننګرهار ولایتي شورا د دې پخلی وکړ چې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ د نښتې پرمهال نږدې ۲۰۰ بندیان چې د داعش او طالب کلیدي غړي هم په کې شامل دي، تښتیدلي دي.

 

د ننګرهار په بندخونې د تیرې ورځې (دوه نۍ، زمري۱۳)، د وسله وال برید پرمهال، د طالبانو او داعش یو شمیر کلیدي غړي له دې بندخونې تښتیدلي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي، اجمل عمر، آرزو ټلویزیون ته وویل چې په دې نښته کې چې نږدې ۲۴ ګړۍ یې دوام درلود، نږدې ۲۰۰ بندیان چې د طالب او داعش کلیدي غړي هم په کې شامل دي، په تیښتې بریالي شوي.

ښاغلي عمر زیاته کړه: د داعش لوړپوړي کسان چې والیان هم په کې شامل وو، د دې پيښې په لړ کې په تیښتې بریالي شوي. د دې نښتې په پایله کې د طالبانو یو شمیر کلیدي غړي هم تښتیدلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاءالله خوګیاڼی هم د دې بخلی کوي چې یو شمیر بندیان تریتم دي. هغه د تښتیدلیو بندیانو د کره شمیر اړوند جزییات ورنکړل.

د ننګرهار په بندخونې د وسله وال برید پرمهال، نږدې ۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۵۰ تنه نور هم ټپیان شول.

په دې وروستیو کې روسیې هم د ننګرهار په بندخونې ترهګریز برید غندلی او ویلي چې د داعش خوځښتونه د سیمې د هیوادونو لپاره جدي ګواښ دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان کړی: دا ترهګریز برید د داعش د جدي ګواښ ښکارنده دی، نه یوازې د افغانستان لپاره بلکه د نړۍ او سیمې د ټولو هیوادونو د امنیت لپاره یو ګواښ دی.

ولسمشر تیر کال ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې د داعش د ماتې خبر ورکړ؛ خو له سپکو او درنو وسلو سره د داعش جنګیالیو د یوولسو غړو د حضور څرنګوالی، لا هم پوښتنه زیږوونکی دی.