سیمه ییز پازوال وایې چې د ننګرهار په هسکه مینه ولسوالۍ کې د دو توغندیو د لګیدو په پایله کې ۶۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۳ نور ټپیان شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایې دا برید د جمعې په ورځ(د تلې/میزان په ۲۶ د اکټوبر ۱۸مه) له غرمې ورورسته په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال ترسره شو.
دې برید په افغانستان کې دننه او بهر غبرګونونونه هم له ځانه سره لرلي دي،د ملګرو ملتونو ستر منشي دا برید غندلی او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کړې ده.
د هیواد مخکینی ولسمشرحامدکرزی وایې دا جنایت د افغانستان د سولې او ټیکاوو د دښمنانو له لوري ترسره شوی دی.
خو حکومت بیا د یوې خبرپاڼې په خپلو سره ویلي دي چې طالبانو سولې ته په نه ویلو سره د داشان پیښو دوام ته لار هواره کړې ده.
طالبانو په دې پیښه کې خپل لاس لرل رد کړې دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي