د نورستان ولایت دوآب ولسوالۍ تیره شپه د طالبانو تر ولکې لاندې راغله.
د نورستان د ولایتي شورا مشر سعیدالله نورستاني وايي چې دا ولسوالۍ له ۲۰ ورځو را په دې خوا د طالبانو تر کلا بندۍ لاندې وه چې تیره شپه بیا د طالبانو لاسته ولویده.
ښاغلی نورستاني وايي چې امنیتي او ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو له مرکز څخه څو څو ځله د مرستې غوښتنه وکړه خو هیڅ ډول ځمکنۍ او هوايي مرسته ورسته ونه رسیده، او امنیتي ځواکونه هم اړ شول ترڅو دا ولسوالۍ طالبانو ته پريږدي.
سیمه ییز پازوال او سیلاب قول اردو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له ننګرهار او لغمان وروسته نورستان درییم ولایت دی چې په کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته دوام لري.