1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د نوي حکومت د جوړولو لپاره د سیاسي مشرانو د هڅو دوام

223-2
29 Mar 2020

د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار وایي چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره خبرې روانې دي، خو راتلونکی دولت به د هیواد له اساسي قانونه بهر نه وي.

 

درې ورځې وړاندې عبدالله عبدالله په هیواد کې د سیاسي ناندرو د هواري لپاره د لس ورځیني مهال غوښتنه وکړه او له سیاستوالو یې وغوښتل چې د روان سیاسي کړکیچ د هواري لپاره منځګړیتوب وکړي.

د ولسمشر سلاکار، وحید عمر نن (یوه نۍ، وري لسمه/مارچ۲۹)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلي عمر زیاته کړه چې راتلونکی دول تبه د هیواد د اساسي قانون له متن څخه بهر نه وي.

تراوسه د ټاکنو د پایلو د اعلان له کبله لانجو، د هیواد په حالت منفي اغیزه لرلې؛ دا لانجې، حتې د واشنګټن خپګان هم له ځانه سره درلود او واشنګتن د اعتراض په بڼه، له افغانستان سره خپلې یو میلیارډ ډالرۍ مرستې وځنډولې.

له دې سره؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له اشرف غني او عبدالله عبدالله غوښتي چې د یوې ګډې پریکړې له مخې، ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:”له تاسې غواړم چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره د هڅو ورته ژمنه وښایئ. دا ګام د نورو تیرو پریکړو په څیر کولې شي چې له ټولو افغانانو سره د یو روښانه راتلونکي د رښتیني کیدو په برخه کې مرسته وکړي. “

په دې منځ کې یو شمیر سیاسي شنونکي، سیاسي ناندرې د افغانستان پر وړاندې د سپینې مانۍ د ناسمو سیاستونو له کبله بولي.

د سیاسي چارو شنونکی، بشیر بیژن، په دې اړه آرزو ته وویل: ”د امریکا خندا وړ لوبو دوام، افغانستان په یوه ډیر نري حالت کې پاتې کړی؛ افغانستان اوس مهال له ګواښونو سره مخ دی او د ټاکنو د پایلې د اعلان وورسته ځینې اندیښنې هم رامنځته شوې دي. “

خو په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمیر استازي، سیاسي مشران په واک غوښتنې او په هیواد کې په روان کړکیچ تورنوي.

د ولسي جرګې غړې، حلیمه صدف د حکومت مشرانو ته په خطاب کې وویل: دوی په هیواد کې د مهمو مسایلو د هواري په سوچ ندي؛ بلکې واک ته د رسیدو او په ډګر کې د بریالیتوب په لټه دي.

په هیواد کې سیاسي اختلافونو، په لویو ملي سکالو، په ځانګړې توګه د سولې په بهیر، له ټولو ډیر منفي اغیز کړی دی.

مخکې له دې هم په افغانستان کې د یو شمیر هیوادونو دیپلوماټانو، د دې ناندرو پایلې خطرناکه بللي او هیښتیا یې ورکړې چې د دوام په صورت کې یې، حکومت به د سولې په بهیر کې ناکام او د طالبانو ډله به د سولې د خبرو ګټونکې وي.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک