1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د نوې کابینې په جوړیدو کې د حکومت ټکنی کار

کابینه-افغانستان
11 Aug 2020

یو شمیر قانون جوړوونکي د واکپالیو پر دوام د نیوکې ترڅنګ، ټینګار لري چې د کابینې په پيژندنه کې اوږدمهاله ځنډ، په حکومتي بنسټونو کې کاري بهیر له ستونزو سره مخامخوي.

 

د کابینې د پيژندنې لپاره په حکومت کې دننه ستونزې او د حکومت د مشرانو ترمنځ سیاسي ناندرو دوام، ظاهراْ له جدي نیوکو سره مخ شوی دی.

یو شمیر قانون جوړوونکي په وزارتخونو کې د واکپالیو دوام، په حکومتي بنسټونو کې د کار د ټکني کیدو لامل یادوي.

د ولسي جرګې غړی، سیدعظیم کبرزاني آءزو ټلویزیون ته وویل چې د جرګې اداري پلاوي څو ځلي له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره د نوې کابینې د پيژندنې پر سر لیدلي دی، خو د نوې کابینې د پيژندنې اړوند د ژمنو ترلاسه کولو سره سره، تراوسه یې د عملي کیدو څرک نه لږي.

قانون جوړوونکی ځواک اوس مهال په رخصتیو کې دی.

د ولسي جرګې منشي، عرفان الله عرفان بیا آرزو ټلویزیون ته وویل؛ که حکومت د کابینې د غړو د پيژندنې بهیر چټک نکړي او پارلمان ته یې ونه پيژني، ولسي جرګه به په ځانګړې ناسته کې د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي.

د قانون جوړوونکو په باور، د حکومت مشران باید ژر تر ژره اختلافونو ته د پای ټکی کیږدي او نوې کابینه جوړه کړي.

مخکې له دې، حکومت تل د کابینې د پاتو غړو د پيژندنې د بهیر د بشپړیدو لپاره د هڅو د چټکیدو خبر کړې، خو داسې تر سترګو کیږي چې دا دریځ له پیچلتیاوو سره مخامخ شوی دی.

په ارګ کې یو شمیر سرچینې وایي چې تراوسه د کابینې د پيژندنې په برخه کې هیڅ پرمختګ ندی راغلی.

د ملي مصالحې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون بیا وایي چې د نوماند وزیرانو نوملړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول شوی او د سیاسي هوکړې پر بنسټ، د کابینې غړي به وپيژندل شي.

د کابینې په پيژندنه کې ځنډ، کومه نوې خبر نده، مخکې له دې هم یو شمیر وزارتخونې د ملي یووالي د حکومت ترپایه د واکپالانو له لورې اداره کیدې. که څه هم حکومت تل د واکپالیو د دود په پایته رسولو ټینګار کړی؛ اوس وبه لیدل شي چې څه مهال به د کابینې په پيژندنې سره، په دې برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.