د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس،لویدیز په افغانستان،یمن او سوریه کې د ماشومانو په وژنې تورنوي.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر،د ایټالیا په میلان ښار کې د سن کارلو انسټیټیوت زدکونکو لپاره په خپلو ویناوو کې وویل:شتمن اروپایی هیوادونه او امریکا جګړه ځپلوهیوادونو لکه افغانستان،یمن او سوریې هیوادونو ته د وسلو په پلورلو سره،په دی هیوادونو کې جګړه توده کړې او ددی هیواد ماشومان او وګړي وژني.
فرانسس زیاته کړه:هغه هیوادونه چی وسلې تولیدوي او پلوري،د ماشومانو د وژنې او کورنیو د لمنځه وړو لامل کیږ.
ښاغلی فرانسس ټینګار وکړ:د امریکا او اروپا دوسلو په نشتون کې به،افغانستان،یمن او سوریه هیڅ کله هم د جګړو شاهدان نه وو.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر د خپلو ویناوو په بله برخه کې په اروپا کې کډوالیو ته په ګوتڅنډنې سره وویل:بهرنیان په اروپا کې د ډيریو جرمونو سرچینې نه دي،مونږ په خپله،ډيری مجرمین لرو،کډوالو زمونږ لپاره شتمنۍ راوړي دي،ځکه اروپا دهغوي له لوري جوړه شوی ده.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحیمي