د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د سیمه ییزو بدلونو په اړه خبرې اترې تهران ته د فوادحسین د سفر مهمه موخه ویل شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د عراق د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ملي امنیت شورا له منشي سره لیدنه او خبرې اترې کړې دي او تمه ده له خپل ایراني سیال او د دې هیواد له نورو سیاسي چارواکو سره په سیمه کې ننګونو پر حل خبرې وکړي.
د روانې زیږدیز میاشتې په لومړیو کې هم فوادحسین ایران ته په خپل سفر کې د دې هیواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره پر بیلابیلو سکالو خبرې اترې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په عراق کې د میشتو آمریکایي پوځيانو د هیښتیا کچه لوړه شوې ده.